تازه خبرونه

افغانستان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دوشنبې پر ورځ(د لړم پنځه‌ویشتمه) ویلي، دا غونډه د افغانستان د استازولیو پر همکارۍ په نیویارک، ژنیو او ویانا کې جوړېږي.

Published

on

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په دې ټولنه کې د دې هېواد د غړیتوب د اتیایمې کلیزې په مناسبت د یوې غونډې له جوړولو خبر ورکړی. په دې غونډه کې به له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د اړیکو پر تاریخ، د دې هېواد د ډیپلوماټیک رول او د راتلونکو همکاریو پر امکاناتو خبرې وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دوشنبې پر ورځ(د لړم پنځه‌ویشتمه) ویلي، دا غونډه د افغانستان د استازولیو پر همکارۍ په نیویارک، ژنیو او ویانا کې جوړېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې:« افغانستان او ملګري ملتونه؛ اته لسیزې تعامل، مشارکت او د راتلونکي لپاره زده‌کړې» تر سرلیک لاندې دغه غونډه د نومبر پر اته‌لسمه د انلاین او ژوندۍ بڼې له لارې ترسره کېږي.

فایق زیاته کړې؛ دغه غونډه به د افغانستان د خلکو د نظرونو او غوښتنو د څرګندولو او د سولې، انساني کرامت، برابرۍ او ښه راتلونکي لپاره د هغوی پر هیلو د ټینګار زمینه برابره کړي.

په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ هم ویلي، چې په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د حضور تاریخ، د هېواد ډیپلوماټیک رول او د راتلونکو همکاریو په اړه بحث وشي.

افغانستان د ۱۹۴۶ز.کال د نومبر پر نولسمه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او سږ کال په دې نړیوالې ټولنې کې د خپل غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي.

محمدکبیر لودین په ۱۹۵۲ز.کال کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د لومړي دایمي استازي دنده پیل کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱زږکال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمیټې تر اوسه د اسلامي امارت له‌خوا د معرفي شوي استازي د منلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې او د افغانستان استازولي اوس هم د پخواني نظام د ډیپلوماټانو له‌خوا اداره کېږي.

Trending

Exit mobile version