تازه خبرونه

افغانستان هېر شوی ندی او اوس مو هم په بهرنۍ پالیسۍ کې لومړیتوب لري – ټام ویسټ

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي، د هغو کړنو له مخې، چې په دې هېواد کې روانې ساتل شوي؛ ستونزمنه به وي، چې اسلامي حکومت پر رسمیت وپېژندل شي.

ټام ویسټ زیاته کړې، د اسلامي امارت مشران کولی شي خپلې ژمنې پوره او ګام پر ګام نړیوال مشروعیت ترلاسه ګړي او امریکا به دغه بهیر ته منظم لاسرسی ومومي.

نوموړي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې افغانستان ندی هیر شوی او اوس هم د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې لومړیتوب لري.

د ده و څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت اوس هم دا فرصت لري، چې نړیوالو ته د خپلو ژمنو په پوره کولو خپل مشروعیت ترلاسه کړي. که څه هم خبرې ورسره درېدلي؛ خو اړیکې روانې ساتل شوې دي.

د امریکا دغه ډیپلوماټ د اسلامي امارت له مشرانو غوښتي، چې ښوونځيو ته د هر عمر نجونې پرېږدي او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

دغه امريکايي ديپلومات په افغانستان کې د امريکا پوځي شتون د پام وړ لاسته راوړنې په تېرو شل کلونو کې د القاعده په ګډون د تروريستي ډلو د ماتې او له منځه وړلو په معنا بولي. په داسې حال کې، چې کارپوهان پدې باور دي، چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پر مهال پر ۱۱ ولسوالیو واکمنه وه؛ خو امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره کومه اغېزمنه هڅه نده کړې.

Trending

Exit mobile version