لوبی
افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په پای لوبه کې قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار مومي.
ټاکل شوې، چې د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو به د ازبکستان پر کوربتوب د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه پیل شي.
په دې سیالیو کې به څوارلس لوبډلې برخه واخلي؛ افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.
لوبی
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو
له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نومیالی او وړ توپاچوونکی راشد خان تېره شپه د سویلي افریقا د غوره لیګ په شل اوریزو لوبو کې د خپلو ویکټو شمېر ۶۳۳ ته ورساوه؛ دوه لوبغاړي لرې کړل او یو نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.
له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.
د افغان او نړیوال کرکټ ځوان ستوري په لږ عمر کې دا ممکنه کړې، چې په راتلونکو کلونو کې خپل ریکارډ نور هم پیاوړی کړي.
هغه په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: "زه د خدای شکر ادا کوم، چې ما په کرکټ کې یوه بله لاسته راوړنه ثبت کړه." هر څه، چې یوو؛ د خپل وطن پر نوم یوو او هر پرمختګ، چې کوو د خپل وطن لپاره دی. زه خوښ یم، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې مې ۶۳۳ ویکټې واخیستې او په نړۍ کې لومړی توپاچوونکی شوم. "ستاسې له دعاګانو او ملاتړ څخه یوه نړۍ مننه."
هغه مخکې د هند غوره لیګ په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د غوره توپاچوونکي لقب ګټلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او نومیالي توپاچوونکي راشد خان ته د غوره دوهیمې درجې لقب ورکړی و.
لوبی
عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال د غوره کرکټ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه
عمرزي د کرکټ نړیوالې شورا څخه دا جایزه ترلاسه کړې ده.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
عمرزي د کرکټ نړیوالې شورا څخه دا جایزه ترلاسه کړې ده.
د افغانسټان کرکټ بورډ ويلي، چې د هغه غوره هڅې او وړتیاوې د دې علت شوې، چې هېواد ته دا لوی مقام ثبت کړي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، چې د عمرزي "ځانګړې او هر اړخیزه " هڅه د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې د هېواد د ملي کرکټ لوبډلې د بریاوو کېلي وه.
کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې عمرزی به په راتلونکو سیالیو کې نور هم ښه وځلېږي.
عمرزي د ۲۰۲۴ کال د کرکټ لوبو په پړاو کې ټولټال ۱۴ لوبې وکړې، چې په کې یې ۴۱۷ منډې جوړې او ۱۴ ویکټې یې واخیستې.
لوبی
د هېواد د فیټنس او بدني ښکلا اتل علیرضا آساهي مړ شو
دغه فډراسیون نن (پنجشنبه د سلواغې څلورمه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د دې اتل لوبغاړي مړینه اعلان کړه؛ خو د هغه د مړینې د لامل په اړه یې څه ویلي ندي.

د بدني ښکلا او فیټنس ملي فډراسیون د هېواد د بدني ښکلا او فیټنس د ملي لوبډلې د غړي علي رضا آساهي له مړینې خبر ورکړی دی.
دغه فډراسیون نن (پنجشنبه د سلواغې څلورمه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د دې اتل لوبغاړي مړینه اعلان کړه؛ خو د هغه د مړینې د لامل په اړه یې څه ویلي ندي.
ویل کیږي، چې علي رضا آساهي دوه ځله د بدني ښکلا نړیواله اتلولي ګټلې ده.
-
تازه خبرونه2 days ago
واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسماعیلیه شیعه ګانو رهبر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو پر عمر مړ شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه وغږېدل
-
نړۍ4 days ago
نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ
-
لوبی2 days ago
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د ماین پاکۍ لپاره ۲۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
-
تازه خبرونه1 day ago
ایران د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړ
-
تازه خبرونه1 day ago
ټرمپ د غزې په نیولو کې د افغانستان درس هېر کړ ـ د ترکیې د پارلمان رییس