تازه خبرونه
افغانستان پر ناچاودو ماینونو او مهماتو یو ککړ هېواد پاتې دی – یونیسف
(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۲)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې هر ډول وسلې، ماینونه او ناچاوده مهمات لري او په دغه هېواد کې د چاودنو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.
یونیسف زیاته کړې، چې د دې ادارې کارپوهان په افغانستان کې ماشومانو ته دا ور زده کوي، چې څنګه چاودېدونکي توکي وپېژني او له خطرونو یې ځان وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ډاګه کړې؛ تېر کال په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو، چاودېدونکیو توکو او پر لاس د چاودېدونکیو توکو د چاودنو له کبله له ۷۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.