لوبی
افغانستان په ازبکستان کې د فوټسال د نړیوال جام غوراوي پړاو ته لار وموندله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته د تاجکستان پر وړاندې د پانامې له بري وروسته ورسېده.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته د غوره څلور درېیم مقام لرونکیو لوبډلو په توګه د غوره ۱۶ پړاو ته ورسېده.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته د تاجکستان پر وړاندې د پانامې له بري وروسته ورسېده.
پانامې نن (یکشنبه) تاجکستان ته ۸-۳ ماتې ورکړه.
فیفا د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې ګروپي پړاو پای ته ورسېد د لوبډلې پرمختګ تائید کړ.
افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې یوه بریا او دوه ماتې ثبت کړې.
په حذفي پړاو کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د چارشنبې پر ورځ د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له پاراګوای سره وي. دا لوبه به د تاشکند په همو آرینا کې ترسره شي.
د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام د فیفا فوټسال نړیوال جام لسم پړاو دی او په ټولیزه توګه ۲۴ لوبډلې د ټورنمنټ لپاره وړتیا لري.
یکشنبه د ګروپي پړاو سیالیو وروستۍ ورځ وه.
د پرتګال، مراکش، برازیل، تایلنډ، پاراګوای، هالنډ، ارجنټاین، اوکراین، اسپانیا، قزاقیستان، ایران، فرانسه، کوستاریکا، کروشیا، افغانستان او احتمالا لیبیا به د ۱۶ لوبډلو حذفي مرحلې ته لاره وکړه.
له ایران او کوربه ازبکستان سره د افغانستان او تاجکستان وړتیا په دې معنا ده، چې د لومړي ځل لپاره د منځنۍ آسیا څلور هېوادونو نړیوال جام ته لار پیدا کړه.
حذفي پړاو د سې شنبې پر ورځ د سپټمبر پر څلیریشتمه پیل کیږي. کله، چې برازیل د بخارا په یونیورسال لوبغالي کې د مازیګر پر ۵:۲۰ له کوسټاریکا سره مخامخ کیږي.
دا لوبه به په همدې ورځ د شپې اته بجې د نډرلینډ او اوکراین پر سیالۍ پیلیږي. دا لوبه به د تاشکند په هومو آیرینا لوبغالي کې ترسره شي.
په ټول افغانستان کې د فوټسال مینهوال کولی شي د سیالیو د دې پړاو د لیدو لپاره آریانا ټلویزیون وګوري، چې د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام لوبې پر رسمي او قانوني بڼه خپروي.