تازه خبرونه

افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۴ سلنه ځنګلونه له لاسه ورکړي – ملګري ملتونه

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، د تېرو څلوېښت کلونو جګړو او کړکېچونو د افغانستان پر ځنګلونو ډېر منفي اغېز کړی دی.

دې ادارې د چارشنبې پر ورځ ( د وري د دوه‌یمې / د مارچ د یو‌ویشتمې ) په ایکس پاڼه کې ویلي، چې د ځنګلونو د ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان ( ۱) اعشاریه ( ۷۸ ) میلیون هکتاره ځنګلونه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د معلوماتي ویډیو له مخې؛ یوازې په تېرو پېنځلس کلونو کې افغانستان ۳۴ سلنه ځنګلونه له لاسه ورکړي دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له څو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې پخپلسر د ځنګلونو پرې کول روان دي او حکومتونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

له ۲۰۱۳ کال راپدیخوا د مارچ ۲۱ د ځنګلونو د ساتنې نړیواله ورځ منل شوې، چې نړۍ له دې ارزښت څخه خبره کړي.

دوه کاله مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي وه، چې د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د ځنګلونو پرې کول، د لرګیو پلور او لېږدول منع کړي او د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې لپاره یې د یوې شنې قطعې د جوړولو اعلان وکړ.

دا ۴۵۰ کسیزه شنه قطعه د ځنګلونو د غیر قانوني پرې کولو او د هغې د قاچاق د مخنیوي لپاره  جوړه شوې ده.

د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې شنې قطعې ۱۰۰ کسان په کابل او ۵۰ – ۵۰ نور د هېواد په اووه ولایتونو ( کونړ، نورستان، خوست، لغمان، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ) کې شتون خپلې دندې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version