روغتيا
افغانستان په روغتیایي برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري
د روغتیا وزارت چارسمبالی نورجلال جلالي دعامي رغتیاوزرات د کتلوي معافیت د نوي ودانۍ او د ماشومانو لپاره د معافيت د پراختيا پروګرام د پرانستې پر مهال له نړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د روغتيا موضوع له سياست څخه بېله کړي او په دې اړه خپلې مرستې روانې وساتي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د روغتیا موضوع باید سیاسي نشي؛ ځکه افغانستان په دې برخه کې زیانمن هېواد دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا وزارت چارسمبالی نورجلال جلالي دعامي رغتیاوزرات د کتلوي معافیت د نوي ودانۍ او د ماشومانو لپاره د معافيت د پراختيا پروګرام د پرانستې پر مهال له نړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د روغتيا موضوع له سياست څخه بېله کړي او په دې اړه خپلې مرستې روانې وساتي.
نور جلال جلالي ویلي، چې اوس هم په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده او نړیوال بنسټونه باید د ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره خپلې مرستې او همکاري روانه وساتي.
دغه وزارت ويلي، سږ کال به د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۷ روغتیايي مرکزونه جوړ شي.
د دې وزارت مرستیال عبدالولی حقاني ويلي، چې په ۱۸ میاشتو کې به ۹۰۰ زره ماشومان معافیت ترلاسه کړي؛ ځکه، چې یو اعشاریه ۸ میلیون ماشومان له واکسین پاتې دي.
دعامي روغتیا وزارت د کتلوي معافیت عمومي امر عبدالحکیم همت ویي؛ شاوخوا دوه میلیون ماشومان له واکسینه پاتې دي او هڅه کوي، چې ټول ماشومان د ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین شي او په ۱۸ میاشتو کې به ۹۰۰ زره ماشومان واکسین شي.
په دې غونډه کې د یونیسف استازي معظم په افغانستان کې د پولیو پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار وکړ
نوموړی وایي: افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې اوس هم د پولیو پېښې په کې شته؛ نو دا پروګرام د هغو ماشومانو د پاملرنې لپاره یو فرصت دی، چې واکسین شوي ندي او مونږ هڅه کوو، چې د ماشومانو ساتنه وکړو او دا پروګرام په راتلونکي کې تر ټولو غوره کچې ته ورسوو.
د ملي کتلوي معافیت پروګرام د څرګندونو له مخې؛ هر کال له ۴ څخه تر ۵ میلیون ماشومان د دغه پروګرام له اغېزمنتوب څخه ګټه پورته کوي.