لوبی
افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې نن شپه له پاراګوای سره مخامخ کیږي
پاراګوای اووه ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او د نړۍ پر کچه دیارلسم ځای لري.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به نن چارشنبه ( د تلې څلورمه ) د لوبډلو د سیالیو په بل پړاو کې له پاراګوای سره مخامخ شي.
پاراګوای اووه ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او د نړۍ پر کچه دیارلسم ځای لري.
افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې د دېرشم ځای لرونکې لوبډله ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ د تاشکند په هوما آرینا لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان بریالی شو، چې له سي ګروپ څخه د درېیمې غوره لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار پیدا کړه؛ خو له ای ګروپ څخه پاراګوای د لومړۍ لوبډلې په توګه د دې پړاو سیالیو ځان رسولی دی.
دواړه لوبډلې د فوټسال نړیوال جام له پیل مخکې په تاشکند کې ۲-۲ دوستانه لوبېدلي دي.
افغانستان، چې د فوټسال د نړیوال اتل ارجنټاین پر وړاندې یې ښه لوبه وکړه؛ هیله من دی، چې دا لوبه وګټي او د نړۍ ۸ غوره لوبډلو ته لار ومومي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې نړیوال جام ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.