Connect with us

لوبی

افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش پر ۷ ویکټو مات کړ

Published

 on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۴۰۱)

افغانستان د شنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له ۱۹ کلنو څخه د ټیټ عمره لوبډلو د درې اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دېش څخه پر ۷ ویکتو وګټله

بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۲.۵ آوورونو کې یې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۷۵ منډې جوړې کړې.

بشير احمد څلور او کامران هوتک درې لوبغاړي وسوځول او خلیل احمد هم دوه ویکتې واخیستې.

افغانستان دغه هدف په ۹.۵ آوورونو کې د لوبغاړیو پر سوځېدو پوره کړ، چې سهیل خان ۳۳ او محمد هارون ۲۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان به د چارشنبې پر ورځ خپله بله لوبه له سریلانکا سره ترسره کړي.

لوبی

افغانستان له پاکستان سره په ۲۰ آووریزو لوبو کې له تاریخي بریا برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د یکشنبې پر شپه له پاکستان لوبډلې څخه د درې شل آووریزو لوبو دوه‌یمه لوبه پر ۷ ويکتو وګټله او د سیمې پر کچه د دې لوبو له تاریخي بریا برخمنه شوه.
 

د‌ يادې سيالي پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او وتوانېدله، چې د ۶ لوبغاړیو پر سوځېدو خپلې سيالې افغان لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف جوړ کړي.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۲, راشد خان درې، نوين الحق او کريم جنت یوه ـ یوه ويکته ترلاسه کړه.

دغه راز افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز پر ۴۴ منډو وکولی شول، چې په وروستي آوور کې ياد هدف ته ځان ورسوي او دغه ستره بريا ترلاسه او افغانستان د یادې لوبې ګټونکی شي.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي ونومول شو، چې په څلور آوورونو کې یې ۱۹ منډې جوړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان د کرېکت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې پاکستان ته یې په یوه نړیواله لړۍ کې ماتې ورکړه.

بايد يادونه‌ وشي، چې دغه لوبې د‌ افغانستان پر کوربتوب، د اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په پيل کې افغان لوبډلې د یادو سیالیو لومړۍ او دويمه لوبه وګټله او د دوشنبې پر ورځ به وروستۍ لوبه ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

د ټولو سترګې د افغانستان د دوه‌یمې شل آووریزې لوبې بریا ته اوړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ د درې ۲۰ آوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغانستان، پاکستان ته  تاریخي ماته ورکړه، چې ورسره سم مو افغان مینه‌وال د خپلې لوبډلې د دوه‌یمې لوبې ګټلو ته سترګې اړوي.

د ۲۰ آوریزو سیالیو دوه‌یمه لوبه نن یکشنبه د وري ۶ / د مارچ ۲۶ د کابل پر وخت د شپې ۸:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په شارجه کرکت لوبغالي کې پیلېږي.

د جمعې پر ورځ، د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د خپلې لوبډلې پر مشرۍ د پاکستان خلاف په شپږ ویکتو بریا ترلاسه کړه او په ۲۰ آووریزو نړیوالو لوبو کې یې د نورو پر پرتله خپله لومړۍ سیمه ییزه بریا ثبت کړه.

دمګړۍ پر پاکستان فشار دی او باید وکتل شي، چې دوی له دې ماتې څه زده‌کوي!

د افغانستان کرکت بورد ويلي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېیمه او وروستۍ لوبه د دوشنبې پر ورځ د وري ۷ / د مارچ ۲۷ ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان له پاکستان څخه د شل آووریزو لوبو لومړنۍ بریا خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۲)

افغانستان د جمعې پر ورځ په شارجه لوبغالي کې د درې شل آوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۲ ز. کال د شل آووریز نړیوال جام نایب اتل پاکستان ته پر ۶ ویکتو ستره ماتې ورکړه.

پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او یوازې ۹۲ منډې یې جوړې کړې، چې کوربه لوبډلې په اته‌لسمم آووور کې د ۶ لوبغاړیو له سوځېدو سره لوبه وګټله.

محمد نبي د پاکستان پروړاندې د ۳۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو او پر زړه راکښوونکیو هڅو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د پاکستان لوبډلې د توپ وهنې په درېیم آووور کې خپله لومړۍ ویکته له لاسه ورکړه او پر ۱۷ منډو یې صایم ایوب وسوځېد.

لومړۍ ویکتې د بریا ور پرانیست او پاکستان کرار کرار خپلې ویکتې له لاسه ورکړې او افغانستان لوبه چټکه کړه. د افغانستان لپاره مجیب الرحمن غوره توپ وهنه وکړه او په ۴ آوورونو کې یې ۲/۹ منډې جوړې کړې او پاکستان یې له هڅو وغورزاوه.

د افغانستان د کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان وویل، چې غوره لوبغاړي یې غوره کړي دي. راشد خان د پاکستان پر وړاندې د ۲۰ آووریزو سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري کوي او پخوانی لوبډلمشر محمد نبي یې هم د لوبډلې غړی دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ دا لومړی ځل دی، چې په دری پرلپسې شل آووریزو سیالیو کې لوبیږي. دا دواړه لوبډلې به  د دوه لوبو د ګټلو هڅه کوي، چې له افغان غالۍ جوړ جام پخپل نوم کړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان د شل آووریزو سیالیو په روان لړ کې به درې لوبې کېږي؛ دوه‌یمه به یې د وري پر ۶ / د مارچ پر ۲۶ او وروستۍ  به یې د وري پر ۷ / د مارچ پر ۲۷ تر سره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!