سوداگري
افغانستان په چین کې د محصولاتو یو ورځني نندارتون جوړ کړ
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یکشنبې پر ورځ د چین په بیجینګ کې د افغان محصولاتو یو ورځنی نندارتون ترسره کړ.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون ته د افغان بازار نوم ور کړ شو، چې یو شمېر افغان شرکتونو په کې افغان محصولات لکه غالۍ، ټغر، لاجوردي زینتي محصولات، لاسي صنایع او ملي زعفران نندارې ته وړاندې کړي او دغه نندارتون د لیدونکیو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
د دغه نندارتون په پرانسته کې د چینايي چارواکو، سفیرانو، په بیجینګ کې میشت بهرنيو ډیپلوماټانو، د چین د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازیو، چینایي سوداګرو په ګډون د بیجینګ ډېر شمیر خلکو، چې شمېر یې له ۸۰۰ کسانو ډېر و؛ برخه اخیستې وه.
دغه نندارتون د افغانستان د تولیدي توکو معرفي کولو او بازار موندلو لپاره ښه فرصت برابر کړی او موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ ځواکمنو تجارتي اړیکو ته لار برابرول دي.
دغه نندارتون په بیجینګ کې د افغانستان د فرهنګي خونې د پرانستلو په مراسمو کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ ترسره شو.
