Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان چا ته د سفارت پرانستلو زارۍ نه‌کوي – ذبیح الله مجاهد

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت ویاند ويلي، افغانستان به له کوم هېواده ونه‌غواړي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

ذبیح الله مجاهد په یوه ویډیویي پیغام کې ټینګار کړی؛ هرهېواد د امریکا په ګډون کولی شي په کابل کې له کوم خنډ پرته د خپل سفارت پرانیسته وکړي. ټول هېوادونه، چې غواړي په کابل کې خپل سفارت فعال کړي او له ډیپلوماټیکو لارو دې له اسلامي امارت سره په اړیکه کې شي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دا مهال په کابل کې له شپاړس ډېر سفارتونه فعال دي او امنیت یې هک خوندي دی.

مجاهد په دې اړه ویلي: د سفارتونو پرانیستل د هېوادونو له خپلې پرېکړې سره تړلي؛ افغانستان په دې برخه کې هیچا ته زارۍ نه‌کوي. که دوی وغواړي، چې خپل سفارت فعاله کړي؛ افغانستان هیڅ خنډ نلري او امنیت ورته هم خوندي شوی دی. اوس‌مهال په کابل کې د ۱۶ هېوادونو سفارتونه لرو، چې ټول فعال دي او کومه ستونزه نلري.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د سیمې او نړۍ هېوادونه کولی شي د فشار د انتخاب پر ځای له افغانستان سره د تعامل لار غوره کړي.

هغه ټینګار کړی: هغه څه، چې مونږ یې د فشار په توګه وینو او یا اورو؛ هغه څه دي، چې هدف ته نه رسېږي. د افغانستان خلک به فشار ته تسلیم شوي هم ندي. دا غوره ده، چې همغږي او تعامل وي.

له درې کلونو څخه په لږ وخت کې هیڅ هېواد د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته حاضر شوی ندی؛ خو د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره یو شمېر هېوادونو اړیکې نیولې او په بهر کې ۳۸ سیاسي استازولۍ د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا رهبري کیږي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال له سیاسي بدلون راوروسته یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیت ودراوه او دا مهال یو شمېر نورو هېوادونو په قطر کې د افغانستان لپاره خپل سفارتونه فعال کړي دي.

تازه خبرونه

د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال  راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.

د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”

له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې  دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!