بی بی سی پښتو
افغانستان کې خصوصي روغتونونو ته د کورونا ناروغانو د تشخیص او درملنې اجازه ورکړل شوه
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې ټولو خصوصي روغتونونو ته د کورونا وېروس د ناروغانو د تجرید او درملنې اجازه ورکړه.
د عامې روغتیا سرپرست احمد جواد عثماني نن د پنجشنبې په ورځ(جون ۱۱مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل:
:”هر خصوصي روغتون خپل اړین لابراتواري توکي پیدا او د کورونا وېروس پرې معاینه کولی شي.”
که څه هم له دې مخکې د کورونا وېروس اړوند معاینې مشخصو دولتي روغتونونو کولې، خو مختلفو ولایتونو کې د محرقې یا ترټکې په نوم د ځینې کسانو درملنه شوې.
وروسته افغان چارواکو وویل، چې دا خلک هم په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته وو او د محرقې په نوم یې درمنله شوې.
د روغتیا سرپرست دې برخې ته په اشارې وویل، د روغتیا په برخه کې هېڅ خصوصي سکتور دا حق نه لري چې د کورونا ناروغي ته د محرقې نوم ورکړي او د هغې درملنه وکړي
د کورونا وېروس د پيژندلو لپاره تراوسه چټکه معاینه یا رپیډ ټیسټ د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري نه ده ټاکل شوې.
په دې اړه د روغتیا وزارت خصوصي سکتور ته خبرداری ورکوي چې د دې وبا چټکه معاینه دې نه کوي تر څو ټولنې ته اقتصادي زیان ونه رسیږي.
د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې په تېر شپه او ورځ کې د کوویډ -۱۹ ناروغۍ ۷۴۸ مثبتې پېښې مخې ته راغلې چې ټولټال ۲۲۸۹۰ کیږي.
د دې وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۲۱ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي چې د هېواد په کچه د ټولو مړو شویو شمېر ۴۴۲ ته لوړ شو او په همدې موده کې ۳۱۳ تنه روغ شوي چې ټولټال ۳۳۲۶ تنه کیږي.