تازه خبرونه
افغانستان کې د کرونا رنځ پېښې ۱۰۵۸۲ ته پورته شوې
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۸۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هیواد کې د ټولو ککړو پېښو شمر ۱۰۵۸۲ ته رسیدلی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند توحید شکوهمند وایي: “په تیرو ۲۴ ګریو کې د دغه وزارت په لابراتوارونو کې ۱۰۷۵ نمونې وازمول شوې چې له دې جملې څخه ۵۸۴ نمونې مثبتې وختې.”
یادې تازه پېښې په لاندې ډول وېشل شوي:
کابل ۳۲۴ ، هرات ۱۰۰ ، بلخ ۱۷ ، ننگرهار ۳۵ ، بادغیس ۵ ، تخار ۲۲ ، لوگر ۳ ، میدان وردک ۸ ، لغمان ۱، کندز ۲۹ ، پروان ۸، بامیان ۹، جوزجان ۲، فاریاب ۱۴، کنر ۴ او بدخشان ۳.
شکوهمند زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ له کبلهدوه کسان مړه شوي چې له دې سره د مړیو شمیره ۲۱۸ ته ورسیده.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په تیرو ۲۴ ګړیو کې له دغه رنځه ۳۵ ناروغان روغ شوي، چې له دې سره افغانستان کې د رغیدلو کسانو شمیره ۱۰۷۵ ته رسیدلې.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل والي اعلان کړې چې وروسته له اختره به په تدریجي ډول له کابل ښار څخه بندیزونه لېرې کړل شي؛ د بیلګې په څیر، په ځانګړي شوي مهال کې به هټې په ورځ کې پرانیستل کیږي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره، خلک باید روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي او په کورونو کې پاتې شي.
تازه خبرونه
د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي: امیر خان متقي په دې اړیکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه پر ځانګړي صلاحیت، سپارښتنه او ښه نیت له پاکستاني لوري سره د استانبول په خبرو کې ګډون وکړ او زیاتوي: افغان پلاوی له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او همغږۍ له لارې لومړیتوب ورکوي.
ویل کیږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې پاکستانی پلاوی د هېڅ راز مسوولیت منلو ته چمتو نهو؛ نو، ځکه دا پړاو خبرې ودرېدې.
تازه خبرونه
د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو خپلې ټیلیفوني خبرې پر افغانستان راوڅرخولې
د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د وروستیو سیمهییزو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره، هغه د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د سیمې د اغېزمنو هېوادونو پر همکارۍ د پرلهپسې خبرو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول منځګړیتوب ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلامآباد او کابل ترمنځ د وروستیو خبرو اترو د پایلو په اړه خبرې وکړې او په سیمه کې يې د سولې او ثبات د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سیمهییز وضعیت؛ په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خپلې مشورې او اړیکې جاري وساتي.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.
د پنجشېر والي ویاند ویلي، چې په دې ولایت کې د پارنده بند چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوي او دا پروژه د ګټې اخیستنې په درشل کې ده.
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.
د لټون د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د اوکراین د برښنا څانګوالو(متخصصینو) او د «انټر ګلوبل میډل ایسټ» شرکت د ۷.۶ میلیون ډالرو پر لګښت ډیزاین او پلې کړې ده.
ویل کیږي، چې دا بند به د څلور میګاواټه برښنا د تولید وړتیا ولري.
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه4 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه5 days agoسعودي عربستان او بحرین د افغانستان د شمال له زلزله ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
څار4 days agoڅار: په هرات کې د ملګرو ملتونو د کار ځنډولو علت
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د زلزلې د مخنیوي د حل لارو ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې وضعیت مخ پر ښه کېدو دی
