Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۵ ته پورته شو

خپور شوی

د

د هېواد عامې روغتیا وزارت ویلي چی په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ۳۳۰ تازه پېښی ثبت شوې دي. 

د دغه پيښو له ثبتیدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۵ ته ورسید. 

هرات، کابل او کندهار هغه ولایتونه دي، چې د کرونا ویروس مثبتي پېښې په کې ډېرې دي. 

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۳۰ تازه پېښې ثبت شوې، چې په هرات کې ۵۹، کابل کې ۴۵، کندهار کې ۴۱، بلخ کې ۳۸، پکتیا کې ۲۶، غزني کې ۵، ننګرهار کې ۱۳، لوګر کې ۱۰، لغمان کې ۱۱، هلمند کې ۱، فراه کې ۲، سمنګان کې ۱۰، تخار کې ۱۱، کندوز کې ۵، فاریاب کې ۶، پکتیکا کې ۹، پنجشیر کې ۱۲، زابل کې ۳، کاپیسا کې ۴، وردګ کې ۴، پروان کې ۷ ، کونړ کې ۵ او بدخشان کې ۳ پېښې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو مرستیال وحید مجروح ویلي؛ تراوسه د کرونا ویروس ۴۲۱ ناروغان په هېواد کې روغ شوي او ۹۵ نور مړه دي. 

د دغه وزارت د راپور له مخې، په تېرو څلیریشت ساعتونو کې ۵ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

تازه خبرونه

په کابل کې د ایران سفارت نوي چارسمبالي له امیرخان متقي سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: په دې کتنه کې، چې نن (دوشنبه د لیندۍ نولسمه) تر سره شوه؛ امیر خان متقي بېکډلي ته په دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه او نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت نوي چارسمبالي علیرضا بیکدلي د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: په دې کتنه کې، چې نن (دوشنبه د لیندۍ نولسمه) تر سره شوه؛ امیر خان متقي بېکډلي ته په دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه او نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

بیکدلي د ایران د خارجه وزیر د سلام او نیکو هیلو د وړاندې کولو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې د خپل ماموریت په وخت کې به په بېلابېلو ډګرونو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

هغه دا هم ویلي، چې ایران غواړي د دواړو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي په نږدې راتلونکي کې له یو بل سره وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جوناتان ټراټ قرارداد وغځول شو

دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د ټرات دوه نیم کلنه دنده بریالۍ وه او د لوبډلې په پرمختګ او پیاوړتیا کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد کرکټ ملي لوبډلې چې د مشر روزونکي جوناتان ټراټ تړون تر ۲۰۲۵ کال پورې غځولی دی.

دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د ټرات دوه نیم کلنه دنده بریالۍ وه او د لوبډلې په پرمختګ او پیاوړتیا کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

قطر او امریکا په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لپاره۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي

دې دواړو بنسټونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا تړون د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د محرومو او له خطر سره مخ ټولنو ته د بنسټیزو زده‌کړو ګډه ژمنه پر ګوته کوي.

Published

on

د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې او د زده ‌کړې قطري بنسټ هوکړه کړې، چې په افغانستان کې د ۱۰۰زره ماشومانو د زده‌کړې او له ښوونځیو څخه د پاتې ماشومانو د روزنې لپاره ۵۰ میلیون ډالر مرسته او ۲۰۰۰ تحصیلي بورسوړنه ورکړي.

دې دواړو بنسټونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا تړون د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د محرومو او له خطر سره مخ ټولنو ته د بنسټیزو زده‌کړو ګډه ژمنه پر ګوته کوي.

دغه هوکړه لیک د یکشنبې پر ورځ د دوحې د غونډې په څنډه کې د ټولو لپاره د زده‌کړې بنسټ او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ترمنځ لاسلیک شو.

دغه راز د قطر بهرنیو چارو وزارت استازي د دوحې د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ښځو او بشري حقونو له ځانګړې استازې سره هم خبرې کړې دي. په افغانستان کې د ثبات لپاره نړیوالې هڅې د دوی د بحث یوه برخه وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!