سوداگري

افغانستان ۶۵۰۰۰ کارګران او شپانه سعودي، قطر او ترکیې ته استوي

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څرګنده کړې، چې له یو شمېر هېوادونو سره د هوکړې له مخې به ۶۵ زره افغانان بهر ته د کار لپاره ولېږل شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال مخدوم عبدالسلام سادات وايي، له دغو هېوادونو څخه به ۱۵ زره کسان قطر، سعودي عربستان او ترکيې ته د شپنو په توګه د کار لپاره ولېږل شي، چې دغو هېوادونو يې د کار غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکیچ له رامنځته کېدو سره سم د سلګونه زره کسانو د دندو له لاسه ورکولو لامل شوی دی.

په دې وروستیو کې د سره صلیب نړیوالې کمیتې (ICRC) خبرداری ورکړی، چې په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان وضعیت نور هم خراب شي.

دغې کمیتې تېره اوونۍ په یو لړ تویتونو کې وویل، چې هېواد اوسمهال له زیاتېدونکي بشري ناورین سره لاس او ګریوان دی او یادونه یې وکړه، چې له تېر کال راپدیخوا څه باندې ۷۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ۹۰ سلنه کارګران د ورځې له ۱.۹۰ دالرو څخه کم عاید لري.

یاد بنسټ همداراز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون په میلیونونو خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته به بشري وضعیت نور هم خراب شي.

سره صلیب خبرداری ورکړی، چې بشري اړتیاوې د هرې ورځې له تېریدو سره مخ په زیاتېدو دي او باید د ژمي له پیلېدو مخکې ورته لاسرسی وشي.

Trending

Exit mobile version