بی بی سی پښتو

افغانو مېرمنو ‘د خپل کلتور او دودیزو کالیو په ملاتړ’ انلاین کمپاین پیل کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۴۰۰)

تېره اوونۍ کابل کې د طالبانو لخوا د ښځو لپاره د یوې جوړې شوې غونډې انځورونو پر خواله رسنیو د افغان مېرمنو د کالیو او کلتور په اړه بحثونه را وپارول.

په دې انځورونو کې ښکاري چې لسګونه ښځې په یوه تالار کې راټولې دي، مخونه یې په تور نقاب او لاسونه یې دستکالو کې پټ دي او ان سترګې یې هم نه ښکاري.

پر خواله رسنیو یو شمېر کسانو د دې انځورونه په غبرګونه کې وویل، د دې ښځو لباس له افغاني کلتور او کالیو سره هېڅ تړاو نه لري او دا بهرنی کلتور دی چې پر افغانانو ور تپل کېږي.

ګڼ شمېر افغانو مېرمنو او نجونو د #DoNotTouchMyClothes او #AfghanistanCulture له هشټګونو سره دې کمپاین کې د خپلو رنګینو دودیزو کالیو تصویرونه خپاره کړي دي.

د بي بي سي خبریالې سودابه حیدري له یو شمېر هغو افغانو ښځو سره خبرې کړې چې دا کمپاین یې پیل کړی دی.

که په ګوګل لټون کې د (افغان دودیزو جامو) لټون وکړئ، بې شمېر رنګین افغان ښځینه کالیو تصویرونه مو مخې ته راځي، چې هر یو یې ځانګړې ښکلا لري.

د ورېښمو او زرتارو له ښایسته لاسي کار سره سره له کوچنیو هندارو ډک ګرېوانونه، لستوڼي، مټګلان او ښایسته اوبدل شوې لمنې وینو چې د اتڼ پر مهال یې ښکلا نوره برالا کېږي.

د افغانستان بېلا بېلو سیمو ښځو د خپلې سیمې دودیز کالي او ان ښایستوکې رنګینۍ خولۍ هم په دې تصویرونو کې ښکاره کړې دي.

دې کالیو ته ورته کالي په تېرو شلو کلونو کې افغان نجونو پوهنتونونو یا دفترونو ته د تلو پر مهال هم اغوستل، خو ځینو مواردو کې یې د دودیز پرتوګ پر ځای جینز پتلون هم اغوست یا یې ټیکري له ټول ځانه د تاوولو پر ځای یوازې پر سر او اوږو اغوستل.

بل لور په کابل کې د ښځو یوه لاریون تازه تصویرونه له دې حالت سره متضاد ښکاري. په دې لاریون کې ښځې داسې حال کې لیدل کېږي چې له سره تر پښو او لاسونو په تور رنګه عبایا کې پټې دي.

EPA
د ېالبانو په پلوۍ یوه غونډه کې افغان ښځینه محصلینو تور رنګه عبایاوې اغوستې وې

د دې لاریون په یوه ویډیويي کليپ کې لاریون کوونکې ښځې وايي چې سینګار کوونکې او عصري جامې اغوستونکې ښځې “د مسلمانو افغان ښځو استازیتوب نه کوي”.

دوی دغه راز وايي: “موږ داسې حقوق نه غواړو چې د بهرنیانو دي او له شریعت سره په ټکر کې دي”.

بل لور ته د نړۍ په لر او بر کې مېشتو افغان ښځو په دې هکله چټک غبرګون څرګند کړ.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون مخکینۍ پروفیسرې ډاکټر بهار جلالي د افغاني کتلور او کالیو په ملاتړ د کمپاین پیلولو په اړه ویلي: “اندېښنه مې دا ده چې د افغانستان پېژندګلوي او خپلواکي له خطر سره مخامخ دي”.

نوموړې په زرغون رنګه کالیو کې خپل تصویر خپور کړی او له نورو یې هم غوښتي چې خپل تصویرونه خپاره کړي او (د افغانستان رښتینې څېره وښيي.)

اغلې جلالي وايي، غواړي نړۍ ته وښيي چې د طالبانو په پلویتوب ترسره شوي لاریون کې د ښځو اغوستي کالي افغاني کلتور نه دی، د افغانانو پېژندګلوي نه ده.

د افغانستان هره برخه خپل دودیز کالي لري، خو یو څه چې د ټولو ګډ دود، دستور دی، په کالیو کې د هندارو، ځونډیو، او لاسي کار پریماني ده. دغه راز افغانې ښځې په دې هکله یوه خوله دي چې د دوی کالي د دوی پېژندګلوي ده.

په کالفورنیا کې مېشته افغان فعاله سپوږمۍ مسید په دې هکله لیکلي: “دا زموږ اصیلې جامې دي. افغانانې همداسې رنګین او عصري کالي اغوندي. توره بورقه هېڅکله د افغان کلتور برخه نه وه”.

https://twitter.com/spozhmey/status/1437022301069922305


اغلې مسېد زیاتوي: “له پېړیو راهیسې زموږ هېواد یو اسلامي مملکت و او زموږ اناګانو له خپل دود سره سم عصري کالي اغوستل.

دوی هېڅکله اودي (چادرۍ) یا عربي تور رنګه برقه نه ده اغوستې. زموږ دودیزې جامې زموږ د بډایه پنځه زره کلن تاریخ استازیتوب کوي، او پرې هر افغان ویاړي چې دوی څوک دي”.

EPA
افغان ښځو په کابل کې یوه غونډه کې له طالبانو د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.

بل لور ته د هېواد په ډېرو محافظه کاره ټولنو کې هم خلک وايي، د مخ پټولو نقاب یې نه په دود کې شامل دی او نه یې هم کله د خپلو ښځو پر مخ لیدلی.

۳۷ کلنه افغانه څېړونکې لیمه حلیمه د پیوند نومي سازمان، چې د ښځو پر مسایلو تمرکز لري، سره کار کوي.

نوموړې دې لړ کې وايي: “ما ځکه دا تصویر خپور کړ، چې موږ افغانې ښځې یو، موږ خپل کلتوري جامې په ویاړ سره اغوندو او موږ فکر کوو، چې زموږ پېژندګلوي یو ترهګره ډله نه شي تشریح کولای. زموږ کلتور تیاره نه دی، یوازې تور او سپین نه دی ـ دا رنګین دی او ښکلا لري، هنر پکې دی او پېژندګلوي لري”.


یوه بله افغان مېرمن اغلې احمد چې تېر شل کاله یې افغانستان کې فعالیت کړی وايي، ښځو د کالیو انتخاب په لړ کې حق درلود: “مور مې یو لوی ټیکری پرسراوه، ځینو بیا یو څه لنډ ټیکري اغوستل، خو ښځو د خپلو کالیو انتخاب حق درلود”.

نوموړې د طالبانو په پلویتوب لاریون ته په اشارې سره زیاتوي: “موږ افغانانې یو او موږ داسې هېڅ جامې نه دي لیدلي چې سترګې او لاسونه دي هم په تور رنګه ټوکر کې نغښتي وي، دا داسې ښکاري چې د همدې نندارې لپاره چمتو شوي کالي وو”.

پراګ مېشته افغانه خبریاله ملالۍ بشیر د دې ټویټر کمپاین یوه بله ګډونواله ده. دا هم په افغاني دودیزو کالیو کې غواړي “نړۍ ته د افغان کلتور ښکلا وښيي”.

اغلې بشیر وايي په خپل کلي کې یې (چې د کورنۍ امنیت خوندیتوب له کبله یې نوم نه یادېږي) هېڅکله نه تور رنګه او نه هم اودي (اسماني) رنګه بورقه لیدلې، بلکې ټولې ښځې دودیز کالي اغوندي.

نوموړې وايي: “دا وروستیو کې پر افغان ښځو فشار ډېر شوی چې یا داسې جامې واغوندي چې ټول ځان یې پکې پټ وي او یا له عام محضره پناه شي. ما خپل تصویر خپور کړ او هغه انځور مې خپور کړ، چې په دودیزو جامو کې افغان ښځې د اتڼ په حال کې په کې وینو”.

https://twitter.com/MalaliBashir/status/1382773687280140295


طالبان وايي، له شرعي قوانینو سره سم ښځې کولای شي زدکړې وکړي او کار وکړي، خو ځینې افغانې مېرمنې اندېښنه لري چې ښایي دا ډله د کالیو برخه کې سخت شرایط پلي کړ

ځینې افغان ښځو وار له مخه دغه ډول کالي اغوستي او (چادرۍ) بېرته دود شوې دي، چې کابل او ځینې نورو ښارونو کې ښځې پکې لیدل کېږي.

د طالبانو سرپرسته کابینه کې د لوړو زدکړو وزیر عبدالباقي حقاني وايي، پوهنتونونه به جلا – جلا شي او ښځینه محصلانې به لازمي ټیکري پر سروي، خو نوموړي په دې هکله جزیات نه دي ورکړي، چې د مخ پټولو شرط پکې شته او که نه.ي.

Trending

Exit mobile version