سیمه ییز خبرونه
افغاني سرې میاشتې ته د عمان هېواد نږدې ۸۰ ټنه مرسته وسپارل شوه
نن د تلې پر ۱۰ د هرات ولایت په خواجه عبدالله انصاري نړیوال ډګر کې د عمان هېواد د الهیئة العمانیه الخیریه مرستندوی بنسټ د پلاوي د مشر بدر محمد علي الزعابي له لوري د افغاني سرې میاشتې چارسمبالي مولوي مطیع الحق خالص او د افغاني سرې میاشتې ځایي مسوولینو ته د ۲۵۵ زره ۶۰۹ عماني ریالو پر ارزښت شاوخوا ۸۰ ټنه مرسته وسپارل شوه.
د افغاني سرې میاشتې د څرګندونو له مخې؛ یاده مرسته په وروستیو کې سعودي عربستان ته د افغاني سرې میاشتې د چارسمبالي د سفر پر مهال د عمان د مرستندویو بنسټونو ترمنځ د لیدنې پر بنسټ د هوا له لارې د هرات هوایي ډګر ته راغله.
افغاني سرې میاشتې زیاته کړې؛ په یاده مرسته کې ۲۰ ټنه اوړه، ۷ ټنه سوجي اوړه، ۲ اعشاریه ۵ ټنه د جوارو غوړي، ۵ ټنه بوره، ۱۵ ټنه درمل، د ۲۰۰۰ کیلو پر وزن فرشونه، ۲۱۵ کیلو ګرامه خیمې او نور رختي توکي، د ۵۰۰۰ کیلو پر وزن د پخلنځي توکي شته دي.
د یادې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال د افغاني سرې میاشتې چارسمبالي مطیع الحق خالص رسنیو سره په خبرو کې د عمان هېواد د الهیئة العمانیه الخیریه بنسټه د مننې تر څنګ ویل، چې په سخت وخت کې یې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړ.
نوموړی وایي: افغاني سرې میاشتې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له لومړۍ ورځې تر اوسه هڅه کړې نړیوالې مرستې راجلب کړي او په دې اړه به خپلې هڅې روانې ساتي.
مطیع الحق خالص وایي: مونږ په بهرنیو مرستو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د رالېږد منندوی یوو؛ خو هیله کوو، چې نړیوال مرستندوی بنسټونه زلزله ځپلیو کورنیو ته د کورونو د جوړولو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي او افغاني سره میاشت بریالۍ شي، چې د ژمي د سړو له راتګ مخکې زلزله ځپلیو کورنیو ته کورونه چمتو کړي او له سړو یې وژغوري.
د الهیئة العمانیه الخیریه پلاوي مشر بدر محمد علي الزعابي رسنیو ته په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د افغاني سرې میاشتې پر هڅو دوی وتوانیدل په هرات ولایت کې زلزله ځپلیو ته مرستې راوړي او د زیانمنو په لاسنیوي کې برخه ولري.
