سوداگري

افغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل

په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.

Published

on

په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت ترمنځ د سوداګریزې اړیکې د کنفرانس پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۳ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د پانګونې او کاري ځواک په برخه کې د پراخو وړتیاوو لرونکی هېواد دی او له بهرنیو پانګه‌والو سره ګډو همکاریو ته چمتو دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ حکومت په تېر یوه کال کې د بېلابېلو برخو لپاره د شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو پانګونې د جذب زمینه برابره کړې ده.

په دې غونډه کې ازبک پلاوي هم له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او وایي، چې دوی په بېلابېلو اقتصادي برخو کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.

د قره‌قالپاقستان د پلاوي مشر امان‌بای اورین‌بایوف ویلي: « مونږ له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوو. مونږ رڼو، باوري او اوږدمهالو همکاریو ته اهمیت ورکوو او وړاندیز کوو، چې افغان سوداګر د ګډو همکاریو له لارې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې نویو بازارونو ته لاسرسی ومومي.»

د افغانستان خصوصي سکټور هم له دې بهیر هرکلی وکړ او هیله څرګندوي، چې د تګ ـ ‌راتګ زیاتوالی او سوداګریزې هوکړې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي.

د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د هوکړه‌لیکونو ټولیز ارزښت له ۱.۵ میلیارډ ډالرو اوښتی او که دغه هوکړې عملي شي، نو په افغانستان کې به د سوداګرۍ او پانګونې پر ودې د پام وړ اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version