تازه خبرونه

افغان او امریکایي استازیو په دوحه کې وکتل

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي؛ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي پر مشرۍ د مالیې وزارت او د افغانستان بانک پر استازیو سربېره د افغانستان د سفارت مسوولینو او چارواکو د قطر په دوحه کې له امریکایي استازیو سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې پر اړوند استازیو سربېره د بېلابېلو ادارو پېنځلس کسيز لوړپوړي پلاوي د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي تام ويست پر مشرۍ له امریکایي پلاوي سره دوه پرله‌پسې ورځې د ټولنیزو او بېلابېلو تخنیکي کمتو پر کچه بحث او خبرې وکړې.

عبدالقهار بلخي ویلي؛ ‏د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې او په دې اړه عملي ګامونو اخيستلو، د تور نوملړ او بندیزونو لري کولو، د افغانستان بانک زیرمو آزادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ‏د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټينګار وکړ؛ د اعتماد جوړونې لپاره باید تور او جايز نوملړونه او بندیزونه لرې او بانکي زيرمې خلاصې شي، چې افغانان پرته له بهرنيو بشري مرستو خپل اقتصاد پر پښو ودروي.

عبدالقهار بلخي زیاته کړې، بشري مرستې، افغانستان ته وړیا سفر او په ټوله نړۍ کې قونسلي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی هم هغه مهم مسایل ول، چې بحث پرې وشو.

نوموړی وایي؛ په دې ناسته کې دا يو مثبت پرمختګ وګڼل شو، چې د افغانستان پر بانکونو ډېري بندیزونه او محدوديتونه لرې او د راکړې ورکړې چارې آسانه شوې دي.

دغه راز ویل میږيو چې دواړو لوریو د دا ډول ناستو، تعامل او همغږۍ پر دوام هم تینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version