تازه خبرونه

افغان او ترکمن استازي د هرات ګازنل‌لیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، دغه خبرې د ګاز د لېږد او وېش اړوند موضوعاتو د ارزونې، د پرمختللیو وسایلو د کارولو او په دې برخه کې د معیاري ټکنالوژیو د پلي کولو پر موخه ترسره شوې دي.

Published

on

 

د افغان ګاز دولتي شرکت اجرائیوي رییس اخترمحمد منصور ترکمنستان ته د سفر او د دغه هېواد د تېلو او ګاز په نړیوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال، د ترکمن‌ګاز شرکت او ټاپي پروژې له چارواکو سره د هرات ګازنل‌لیکې او د ګازو وېش پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، دغه خبرې د ګاز د لېږد او وېش اړوند موضوعاتو د ارزونې، د پرمختللیو وسایلو د کارولو او په دې برخه کې د معیاري ټکنالوژیو د پلي کولو پر موخه ترسره شوې دي.

د راپور له مخې، د افغان ګاز شرکت اجرائیوي رییس د ګاز اېستلو، لېږد او وېش په بهیر کې د نوې ټکنالوژۍ کارول د دې شرکت له لومړیتوبونو ګڼلي دي.

د پانګونې د راجلبولو او تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار:

په دې سفر کې د افغان ګاز شرکت اجرائیوي رییس د یو شمېر معتبرو نړیوالو شرکتونو له استازو سره هم لیدلي او د مستقیمو تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د پوهې او تخصصي تجربو پر تبادله او د نوې ټکنالوژۍ پر کارولو ټینګار کړی دی.

نوموړي د افغانستان د ګاز په برخه کې د پانګونې د راجلبولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د څرګندونو له مخې، دغو لیدنو له نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د فرصتونو پېژندلو او د افغانستان د ګازو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو ورپېژندلو زمینه برابره کړې ده.

د ټاپي ګازنل‌لیکه، چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي؛ په سیمه کې د انرژۍ د همکاریو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي. د ګازو د لېږد او وېش د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا کولی شي د انرژۍ په برابرولو او د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version