تازه خبرونه
افغان او پاکستانيو چارواکو د تورخم پر تړلې دروازه خبرې وکړې
د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ په تورخم کې پر پوله د رامنځته شوي کړکېچ په اړه وکتل، چې له کبله یې پوله له شپږ ورځو راپدیخوا تړل شوې ده.
د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د دوشنبې پر ورځ د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړ، چې دغه غونډه د یکشنبې پر ورځ ماسپښین پیل او دوه ساعته روانه وه.
د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان له لوري د اسلامي امارت د ګمرک رییس حافظ عصمت الله یعقوبي، قاري معراج او مولوي تکل ګډون کړی و.
د پاکستان له لوري د خيبر کرنل عاصم کياني او نورو چارواکو استازیتوب کړې دی.
سرچینو د نیوز ته ویلي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د خبرو او بحث له لارې به د شخړو په اوارولو کې مرسته وکړي او د لوړپوړلو چارواکو له سپارښتنې وروسته به دا لویه لار پرانستل شي.
اسلامي امارت ویلي؛ پاکستانيو ځواکونو پر افغان پوله ساتو هغه مهال ډزې وکړې، چې دوی د افغانستان په خاوره کې پر زړو امنیتي پوستو نوی کار کاوه.
یوې سرچینې د اسلامي امارت د پلاوي د څرګندونو له مخې ویلي، چې دغه پلاوي پاکستانيو چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د جوړېدو په حال کې پوسته به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
پاکستاني لوري افغان چارواکو ته ویلي، چې زړې امنیتي پوستې رغولی شي؛ خو نړیوال قانون د نړیوالې پولې په سل مترۍ کې د نویو امنیتي پوستو د جوړولو اجازه نهورکوي.
پاکستانيو چارواکو افغان چارواکو ته ویلي، چې دوی باید صفري نقطې ته څېرمه د نویو امنیتي پوستو له جوړولو مخکې پاکستان ته د نوې امنیتي پوستې له جوړولو خبر ورکړی وای.
افغان چارواکو له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې د تورخم دروازه بېرته پرانېزي او ولاړو باروړونکیو موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکړي.
د تورخم لار د چارشنبې پر ورځ د وږي پر ۱۵ نېټه د ټولو ترافیکو پرمخ تړل شوې ده؛ پر سلګونه لارۍ اوس ولاړې دي، چې ډېرې یې تازه میوې او سابه لېږدوي.
