تازه خبرونه

افغان بيسيم په تورخم کې راستنېدونکو ته د وړیا خدماتو او وړيا سيمکارتونو د وېش لړۍ پيل کړه

د کډوالو د دوه‌مې څپې له پيل کيدو سره هره ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا جبري رايستل کيږي او د ډيورنډ فرضي کرښي د تورخم دروازې له لارې هېواد ته راستنیږي.

Published

on

Last Updated on: وری ۲۱, ۱۴۰۴

په تورخم کې د کډوالو د دوه‌یمې څپې له پيليدو سره سم افغان بيسيم مخابراتي شبکې راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي خدمات او وړيا سيمکارتونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

د کډوالو د دوه‌مې څپې له پيل کيدو سره هره ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا جبري رايستل کيږي او د ډيورنډ فرضي کرښي د تورخم دروازې له لارې هېواد ته راستنیږي.

په ختیځ کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې د خرڅلاو امر ابرار الله زهير ویلي؛ افغان بيسيم يوه ډله د تورخم په صفري او عمري کمپ کې راستنېدونکوو هېوادوالو لپاره وړيا سيمکارتونه، دقيقي او انټرنيټ ورکوي، چې له خپلو هېوادوالو او خپلوانو سره اړيکي ونيسي.

راستانه شوي بيا د مخابراتی شبکو د دغو خدماتو په اړه خوښي ښيي.

دننګرهار دمخابراتو اوټکنالوژۍ رییس ذبیح الله ذکي د بېلابېلو مخابراتي شبکو له مسوولينو سره ليدلي او په تورخم کې يې د راستنېدونکوو کډوالو لپاره د څلیريشت ساعته خدمتونو او سيمکارتوو د‌ وېش غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د ټولو مخابراتي شبکو مسوولینو دغه غوښتنه منلي ده .

په ختيځ کې د افغان بيسيم مخابراتي شبکې مسوول عطاء الله ساحل وايي دوی تل د ملي مسووليت له مخې دغه خدماتو ته رادانګلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له اختر وروسته له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ چټکه شوې او ورځ تر بلې د راستنېدونکوو کډوالو کورنيو شمېر زياتوالي مومي. د ننګرهار د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست د څرګندونو له مخې؛ په لومړۍ څپه کې تورخم ته راستانه شویو افغانانو ته د بیلا بېلو مخابراتي شبکو لخوا دوه سوه پنځوس زره سیمکارتونه وېشل شوي او داځل به هم له اړتیا سره سم پرې سیمکارتونه ووېشل شي.

Trending

Exit mobile version