Connect with us

سیمه ییز خبرونه

افغان بيسیم مخابراتي شرکت په کندهار کې د مشتريانو د خدمتونو اوومه څانګه پرانسته

Published

 on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۲)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت (AWCC) روانه اوونۍ په کندهار ښار کې د پېرودونکیو د پرلپسې غوښتنو له کبله د سیمکارتونو د خرڅلاو او خدماتو د وړاندې کولو د اوومې څانګې پرانیسته وکړه.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولين وايي؛ دوی هڅه کوي، چې د جنوب غرب زون د اوسيدونکیو لپاره ډېر نور او ښه مخابراتي خدمات وړاندې او د دوی ستونزې حل کړي .

دغه راز د افغان بيسيم مخابراتي شبکې مسوولينو ويلي؛ دوی هڅه کوي، چې خپل خدمتونه د کندهار لرې پرتو سيمو ته هم وغزوي.

په سویل لويديځه حوزه کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت ریيس سيد نوراحمد شاه آغا وایي: دا به يوازې په کندهار پورې محدود نه وي، بلکې مونږ د هلمند، روزګان او زابل په ولايتونوکې هم خدماتي څانګې ډېرې کړې او نورې به هم زياتوو؛ ځکه، چې مونږ باید د خلکو هغه حجم او هغه ضرورتونه په نظر کې ونيسو، چې له مخې یې خپلو خدماتي څانګو ته پراختيا ورکړو .

د کندهار سيميزو مشرانو په کندهار ښار کې د افغان بيسيم د خدمتونو د نوې څانګې په پرانستل کېدو خوښي څرکنده کړې او د ډېرو نورو خدمتونو او آسانتياوو د برابرولو غوښتنه يې وکړه .

د کندهار ولايت مقام د بشري سرچينو ریيس مفتي ميرزامحمد زاهد وایي: ۹۹ فيصده خلک د افغان بیسیم شبکې سيمکارتونه استعمالوي. دا يو فيصد که درته ووايمه، چې هغه دا نورې شبکې استعمالوي؛ نو ستاسې لپاره هم دا په کار ده، چې د خپل ولس لپاره نورې آسانتياوې هم رامنځته کړئ.

د کندهار مخابراتو رياست چارواکو خوښ دي، چې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لوري د کندهار وروستۍ ولسوالي ریګستان هم تر پوښښ لاندې راوستل شوې او دا د دې ولايت لپاره لويه لاسته راوړنه بولي .

د کندهار د مخابراتو ریيس ملا نورالله نوري وایي: دلته ډېرې ولسوالۍ له خدماتو بې برخې وې. اوس الحمدالله  مونږ داسې ولسوالۍ په کندهار ولايت کې نلرو، چې هغه دې له خدماتو بې برخې وي. دا يوه د ریګستان ولسوالي پاتې وه، چې له ساحې څخه ډېره لرې وه. الحمدالله وتوانېدو، چې هلته هم مخابراتي خدمات رامنځته او د خلکو اړتیاوې پوره شي.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار په دوه‌یمه ناحيه کې د افغان بيسيم د خدمتونو نوې پرانستل شوې څانګه د نرينه وو او ښځينوو لپاره جلا جلا برخې لري .

سیمه ییز خبرونه

په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې؛ د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په سيمه کې د ديورند پر فرضي کرښه د باروړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره يوه نارسمي لار پرانستل شوه.

د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د هېواد پر کچه پر لوی سوداګريز بندر د ورځې سلګونه لوی باروړونکي موټر، چې د کرښې دواړو لوریو ته اوړي او رااوړي؛ ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او باروړونکي موټر ډېر ځنډېدل، چې د سوداګريزو توکو د خرابېدو او او ناوخته رسېدو سبب ګرځېدل، نو د همدې ستونزې د اوارۍ لپاره افغان او پاکستانيو سوداګرو له حکومتونو څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه، چې په پای کې  پر فرضی کرښه يوه نارسمي لار پرانستل شوه او په سوداګريزو چارو کې یې آسانتياوې رامنځته کړې .

 سوداګر وايي، چې دې لارې دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

 د سوداګرو د څرګندونو له مخې؛ پر عمومي لار د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله لوی موټر پر ورځو ورځو  دریدلي وي، خو اوس دا ستونزه حل شوې ده. د لويو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا نېک اقدام ستايي او په دې برخه کې د نور پر مختګ هيله من دي .

د سپين بولدک د سوداګرۍ خونې او پانګونې رييس حاجي محمد صديق وایي: له پاکستان سره پرسرحد مو دروازه فعاله او ودروله؛ پرهغه بلې ډېر رش وي، څلور یا پېنځه ساعته به زمونږ ترانزيت موټرو تېرول. د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان او افغانستان سوداګر سره کېناستل نوې دروازه يې مونږ ته راخلاصه کړه.

پر دې لار د لويو باروړونکیو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا کړنه ستايي او وايي، اوس يې تر ډېره د تګ او راتګ په وخت کې ستونزې حل شوي دي.

موټر چلوونکی عبدالجبار وایي: مخکې مونږ ته ډېر مشکلات ول. اوس ان شاالله نه رش شته نه‌شته؛ ښه په امنيت اوړو او ښه په امنیت رااوړو.

د سپين بولدک اوسيدونکي هم په سوداګريزو چارو کې د حکومتونو ترمنځ د نورو مثبتو پرمختګونو غوښتونکي دي او دا کړنه د سوداګريزو چارو د پراختيا لامل ګڼي .

دسپين بولدک اوسيدونکی کمال الدين ویلي: زما په اند که دلته د تجارنو لپاره ستونزې حل شي؛ دوی ته آسانتياوې رامنځ ته شي، دلته به پر زياته کچه خلک تجارت ته وهڅول شي. د سپين بولدک له لارې، چې کوم عايد ۶۰ فيصده یا ۷۰ فيصده و اوس به ۸۰ یا ۹۰ فيصدو ته پورته شي.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د سويل لويديخې حوزې د سوداګرۍ خونو د مشرانو او د کندهار د اړوند دولتي مسوولينو تر منځ هم د دې حوزې د تازه او وچو ميوو د صادراتو له پيل مخکې د ستونزو پر اواري غونډه جوړه شوې وه، چې دولتي مسوولينو په دې برخه کې د هر راز همکارې ډاډد ورکړی و.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ دوه اړخیز بحري لېږد رالېږد پیل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۲)

پاکستان د روسیې د سنت پیترزبورګ او کراچۍ بندرونو ترمنځ د سوداګریزو کانتینرونو د لیږد رالېږد له لومړنۍ کښتۍ هرکلی وکړ.

دا نوې سوداګریزې اړیکې د پاکستان د پاک شاهین او روسیي نیکولاین شرکتونو ترمنځ د تړون پایله ګڼل شوې ده، چې له مخې یې د پاکستان سوداګریز توکي د روسیې بازارونو او د روسیې هغه د پاکستان بازارونو ته لېږدول کیږي.  

  د پاک شاهین شرکت اجرائیوي رییس عبدالله قیصر په دې اړه د پاکستان ایکسپرس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي؛ لومړنۍ کریستال نومې بېړۍ د روسیې له سنت پیترزبرګه روانیږي؛ له سویز کانال، سره سمندرګي او د هند سمندر له لارې کراچۍ بندر ته رارسیږي، چې دا دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې روسیې او پاکستاني سوداګرو ته ګټه رسوي.  

پخوا به روسيې ته په غير مستقيم ډول او د ترانزيتي بندرونو له لارې د مالونو صادرات ډېر وخت ضايع کاوه؛ خو اوس مستقيم لېږد له پاکستانيو سوداګرو سره مرسته کوي، چې د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روسیې بازار ته د پاکستانيو محصولاتو په رسولو کې ځنډ د سیالو هېوادونو په ګټه و.

هغه دا هم په ګوته کړه، چې د درېیم هېواد له لارې روسیې ته د پاکستانيو میوو لیږد له ۵۰ ورځو څخه ډېرځنډېدل. په داسې حال کې، چې اوس د دې مستقیم خدمت له لارې دا ډول صادرات د ۱۹ څخه تر ۲۴ ورځو پورې خپل منزل ته رسیږي.

ویل کیږي، چې په روسيه کې د پاکستانيو محصولاتو لپاره ډېره تقاضا ده، چې له مستقيم بحري لېږد رالېږد سره به د دوی سيالي نوره هم ډېره شي.

Continue Reading

سوداگري

په روان کال کې د هرات کروندګرو ته د وریښمو چینجي ووېشل شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۲)

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست ويلي، چې په روان کال کې یې د ورېښمو شاوخوا ۳۶۰۰ صندوقه د وریښمو چینجي کروندګرو ته وېشلي، چې سږ کال یې پایلو ته ډېرې هیلې شته.

دا مهال د ورېښمو د چینجیو د محصول یا وریښمو تار د را ټولولو وخت دی.

سږ کال د ورېښمو د چينجيو څه باندې درې زره صندوقونه په زنده جان، انجيل، ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو کې بزګرانو ته وېشل شوي دي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست د ترویج او مالدارۍ عمومي رییس خلیل احمد بهمنش وايي، چې ۸۰ په سلو کې د وریښمو د چنجیو پالنه په زنده جان ولسوالۍ کې ترسره کیږي.

د وریښمو د چینجیو پالنه زیارګلوونکی صنعت دی؛ کروندګر او د چینجیو پالونکي د ورېښمو تار اسانه تر لاسه کولی نه‌شي.

کروندګر وايي، د تېر کال پر پرتله د ورېښمو بازار پیکه دی.

د وریښمو د چینجیو په پالنه کې تر ډېره میرمنې بوختې دي.

د وریښمو چینجیو پالونکې شتابه جلال ویلي؛ د ورېښمو د چينجيو له پاللو څخه نيولې بيا د ورېښمو د تارونو د بېلولو او د ورېښمنو جامو د توليدولو چارې تر ډېره د ښځو لخوا ترسره کېږي.

سږ کال هغه کورنۍ، چې د ورېښمو چینجي یې ساتلي هيله لري، چې ښه حاصلات به ولري.

په دې صنعت بوخت کسان وايي، چې سږ کال د وریښمو بازار پیکه دی.

په هرات کې د ورېښمو صنعت شپږ سوه کلن تاریخ لري. اوس هم ډېرو کورنیو دغه پخوانی مسلک ساتلی او د ورېښمو چینجي معمولاً د توتانو پر پاڼو تغذیه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!