Connect with us

تازه خبرونه

افغان بیسیم د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۳‌جي ‌او ۲‌جي انټرنیټي خدمات فعال کړل

خپور شوی

د

د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مسوولینو ويلي؛ د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یې د دوه‌یم او درېیم نسل ۳‌جي او ۲‌جي انټرنیټي خدمتونه فعال کړي دي.

د دې شبکې د مسوولینو د څرګندونو له مخې اوس په دې ولسوالۍ کې زرګونه کورنۍ له ۳‌جي او ۲‌جي  انټرنیټي خدمتونو برخمنې شوې دي.

دوی زیاته کړې، چې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې به د انټرنټ نوی نسل ته هم د پراخېدو زمینه برابره کړي.

په ختيځ زون کې د افغان بیسيم مخابراتي شبکې مشر عطاالله ساحل ويلي: دغه ستن د اړوند معيارونو له مخې جوړه شوې او نن مو دلته د ۳‌جي او ۲‌جي انټرنېټي خدمات فعال کړل.

د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي د افغان بيسیم مخابراتي شبکې د انټرنېټي خدمتونو له پراخېدو هرکلی کوي او وايي، چې دغه خدمتونه باید په نورو ولسوالیو کې هم فعال شي.

په ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ذبیح الله ذکي وایي: د افغان بیسیم یوه ستن فعاله شوه، چې دا مهال د ۳‌جي او ۲‌جي انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.

د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکي خوښ دي، چې د نوي نسل انټرنېټي خدمتونو ته لاس‌رسی لري او غواړي نرخونه يې راټيټ شي.

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکي جنت ګل وایي: مونږ ډېر خوښ يوو، چې دلته د افغان بیسيم ستن فعاله شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره افغان بیسیم دوه سایټونه فعال کړل او د یو بل نوي سایټ د فعالېدو هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

Published

on

د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.

دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.

دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼ‌شمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.

د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.

ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سوله‌ییزه حل کړي – د قطر امیر

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

Published

on

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سوله‌ییزې حل کړي.

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.

قطر د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!