تازه خبرونه
افغان بیسیم د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۳جي او ۲جي انټرنیټي خدمات فعال کړل
د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مسوولینو ويلي؛ د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یې د دوهیم او درېیم نسل ۳جي او ۲جي انټرنیټي خدمتونه فعال کړي دي.
د دې شبکې د مسوولینو د څرګندونو له مخې اوس په دې ولسوالۍ کې زرګونه کورنۍ له ۳جي او ۲جي انټرنیټي خدمتونو برخمنې شوې دي.
دوی زیاته کړې، چې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې به د انټرنټ نوی نسل ته هم د پراخېدو زمینه برابره کړي.
په ختيځ زون کې د افغان بیسيم مخابراتي شبکې مشر عطاالله ساحل ويلي: دغه ستن د اړوند معيارونو له مخې جوړه شوې او نن مو دلته د ۳جي او ۲جي انټرنېټي خدمات فعال کړل.
د دې ولایت سیمهییز چارواکي د افغان بيسیم مخابراتي شبکې د انټرنېټي خدمتونو له پراخېدو هرکلی کوي او وايي، چې دغه خدمتونه باید په نورو ولسوالیو کې هم فعال شي.
په ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ذبیح الله ذکي وایي: د افغان بیسیم یوه ستن فعاله شوه، چې دا مهال د ۳جي او ۲جي انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.
د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکي خوښ دي، چې د نوي نسل انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري او غواړي نرخونه يې راټيټ شي.
د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکي جنت ګل وایي: مونږ ډېر خوښ يوو، چې دلته د افغان بیسيم ستن فعاله شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره افغان بیسیم دوه سایټونه فعال کړل او د یو بل نوي سایټ د فعالېدو هڅې روانې دي.