Connect with us

تازه خبرونه

افغان حکومت ازبکستان ته د برښنا پوره پور سپارلی

خپور شوی

د

د ازبکستان د انرژۍ وزارت په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړی؛ افغانستان، چې د برښنا له درکه څو میلیون دالر پوروړی و؛ خپل پوره پور سپارلی دی.

دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ د زمري ۱۰ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان برښنا شرکت (DABS) له ازبکستان څخه د ۲۱۵۱.۳ کیلو وات ساعت برښنا پور په بشپړ ډول ادا کړی دی.

د راپور له مخې؛ د افغانستان برښنا شرکت د روان کال د اړوند لګښت پرې کولو ته هم چمتووالی ښودلی دی.

دغه وزارت ټینګار کوي، چې سږ کال له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا حجم ۲.۲۱ میلیارد کیلوواته ټاکل شوی، چې ۷۷۰،۲ میلیون کیلوواته سپارل شوی دی.

دوی ویلي، چې سږ کال د برښنا تادیات د افغانستان برښنا شرکت لخوا په سیستماتیک ډول ترسره کېږي.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت ندي ویلي، چې افغانستان څومره پیسې ورکړي؛ خو د روان کال په لومړیو کې راپورونو ښودلې وه، چې د افغانستان برښنا شرکت د ازبکستان شاوخوا ۱۰۰ میلیون دالر پوروړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې په تېر یو کال کې بریالي شوي، چې ۲۴ اعشاریه ۸ میلیارد افغانۍ له خپلومشتریانو راټولې کړي.

دوی وایي تر اوسه  يي ۱۳۸ میلیون دالر د برښنا پور ګاونډوهېوادونو ته سپارلی دی.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وا يي، چې د هېواد ۳۷ سلنه نفوس برښنا ته لاسرسي لري.

د افغانستان  برښنا شرکت چارواکې وايي،  چې د هېواد ۷۸ سلنه برښنا وارداتي ده.  د یاد شرکت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ۱۲۲۰میګاواته برښنا ته اړتیا لري، چې ۳۵۰ میګاواته برښنا له کورنیو منابعو څخه تولید کیږي.

د برښنا شرکت مسوولین زیاتوي؛ په پلان کې ده، چي  د برښنا تعرفه  پر ټولو مشتریانو یو برابر پلي کړي.

دوی څرګندوي؛ هغه افراد او اشخاص، چې د برښنا پوروړي دي جایدادونه یې پر کرایه او اجاره ورکول کیږي، چې پورونه ترې ترلاسه شي.

برښنا شرکت اجرايي مشر مولوی عبدالرحمان  رحماني وایي: مونږ د سیاسیونو او هغو افرادو او اشخاصو، چې تر دې دمه یې خپل پورونه ندې ادا کړي؛ جایدادونه او ملکیتونه به يې پر اجاره او کرایه ورکړ شي.  که اړتیا وي وبه پلورل شي، چې د برښنا شرکت پورونه ترې ادا او تر لاسه شي.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولین زیاتوي، چې له کورنیو منابعو څخه د برښنا د تولید د وړتیاوو د لوړولو لپاره یې په نغلو او ماهیپر بندونو کې کارونه پیل کړي دي.

د برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ په پلان کې ده،  چې له  ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولت برښنا مزی افغانستان ته راوغزوو، چې د برښنا اوسنۍ اړتیا تر یوه بریده راکمه شي.

د برښنا شرکت عملیاتي مشر انجنیر صفي الله احمدزی وایي؛ له ترکمنستان او ایران  سره مو د تعروفې پر راتیتولو خبرې کړي، د رغونو د سروې بهیر مو هم پیل شوی او ل ترکمنستان سره  پر ۵۰۰ کیلوولت برښنا کارونه روان دي.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو همداراز له مرستندویه بنسټونو هم غوښتي؛ هغه نمیګړې پروژې، چې سلګونه میلیون دالرو ته يي ارزښت رسیږي باید کارونه يې بېرته پیل کړي او له ویجاړۍ یې وژغوري.

ویل کیږي، چې د افغانستان نږدې اویا سلنه برښنا له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردېږي.

تازه خبرونه

یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه

نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۵

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړې وایي، چې دغه چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.

یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي اووه‌لسمه ) په یوه پیغام کې ویلي، چې هرات ولایت د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه شوي او دا موضوع له نږدې څاري.

په دې پیغام کې راغلي: « یوناما په هرات کې د هغو ګڼو ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه لري، چې د حجاب د نه‌مراعتولو ادعا پرې شوې ده؛ دا موضوع د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.»

د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ټینګار کړی، چې ټول وګړي د تګ راتګ له آزادۍ برخمن دي او ښځې او نرینه مساوي حق لري، چې د قانون پر وړاندې له برابر چلند څخه برخمن شي.

د یوناما دا څرګندونې په داسې وخت کې وړاندې کېږي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع اوس هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بحث له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

تر اوسه د یوناما د وروستیو څرګندونو په اړه د مسوولو افغان چارواکو کوم رسمي غبرګون نه‌دی خپور شوی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د شریعت پلي کول د دیني علومو له بیا راژوندي کېدا سره شوني دي – شیخ هبة‌الله آخوندزاده

د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د جهادي مدرسو له مسوولانو، استادانو، د دیني خپرونو د ارزونې له مسوولانو، د دارالایتامونو له مسوولانو او یو شمېر دیني عالمانو سره لیدلي او د زده‌کړې، روزنې او د ټولنې په سمون کې یې د عالمانو پر رول ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.

هغه د دیني علومو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دیني زده‌کړو له پراختیا او بیا راژوندي کولو سره د ټولنې سمون او د شریعت پلي کول شوني دي.

نوموړي د مدرسو له مسوولانو غوښتي، چې د زده‌کړې، روزنې، د دیني باورونو پیاوړتیا او د زده‌کوونکو فکري ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اغېزمنو زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په بله برخه کې مسوولان دې ته رابللي، چې په اداري، سیاسي، اقتصادي او پوځي چارو کې له بې‌غورۍ ډډه وکړي. هغه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د متقابل باور پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.

Published

on

د ایران فارس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روان اوبیز کال له پیل راپدېخوا تر اوسه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه له افغانستان څخه سیستان او بلوچستان ولایت ته رابهېدلې دي.

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له تر ټولو ډېر اورښت لرونکو پړاوونو څخه یو تجربه کوي؛ خو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د هغې هوکړې له مخې، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوې؛ ایران په عادي اوبیزو کلونو کې د ۸۵۰ میلیون مټرمکعبه اوبو د ترلاسه کولو حق لري.

فارس خبري آژانس زیاته کړې؛ د سیستان او بلوچستان اوبیزو زیرمو ته د ورغلو اوبو کچه د وري له دوه‌ویشتمې څخه د غبرګولي تر نهمې پورې دوه برابره شوې ده.

د هلمند د حق‌آبې موضوع تل د کابل او تهران ترمنځ د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وه او ایراني چارواکو څو ځله له افغانستان څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو د کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په مقابل کې د اسلامي امارت چارواکو بیا-بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هوکړې پلي کولو او ایران ته د حق‌آبې ورکړې ته ژمن دی؛ خو د اوبو خوشې کول باید د اقلیمي شرایطو، وچکالۍ او شته اوبیزو سرچینو له وضعیت سره سم ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!