تازه خبرونه
افغان خاوره باید د سیمې هېوادونو ته ګواښ نشي – د سیمې بهرنیو چارو وزیران

په تهران کې د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو په ګده ناسته کې ویلي؛ افغان خاوره باید د سیمې هېوادونو ته ګواښ نشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تهران کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي؛ له تېرو څو میاشتو راپدیخوا په افغانستان کې د داعش فعالیتونه زیات شوي او د افغانستان بې ثباتۍ او ناامنۍ ګاونډیان اغېزمن کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د تهران له ګډو خبرو وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي؛ له افغانستان سره باید بشري او اقتصادي مرستې وشي، چې د افغانستان ځوانان تروریستي ډلو ته له پاملرنې بې برخې شي.
عبداللهیان وایي؛ طالبان (اسلامي امارت) یو حقیقت دی او دوی اوس په افغانستان کې واکمن حکومت چلوي. هغوی (اسلامي امارت) باید وهڅول شي، چې د یوه ټولګدونه حکومت پر لوري داډمن ګامونه پړرته کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د افغانستان له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې امریکا او ناټو ته د پوځي اډو اجازه ورنکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه یمه غونډه کې د انلاین وینا پر مهال د افغانستان له ګاونډ هېوادونو وغوښتل، چې د امریکایي او ناټو ځواکونو کوربتوب ونګړي.
د چین او پاکستان بهرنیوچارو وزیرانو ویلي، چې طالبان ( اسلامي امارت) له نړۍ سره د تعامل غوښتنه لري او د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته لېواله دی
هغه د افغانستان په اړه د تهران سرمشریزې ته په یوه ثبت شوې وینا کې ویلي؛ چین به په مناسب وخت کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د درېیمې غونډې کوربه وي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته څرګنده کړې، پاکستان یو باثباته افغانستان غواړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنټونیو ګوترش دې ناستې ته په یوه پیغام کې ویلي، چې افغانستان له ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او اړتیا ده، چې بیړنی اقدام وشي.
هغه وایي: مونږ باید د افغان اقتصاد ژغورنې لپاره لارې ګودرې وګورو. مونږ باید ګډ کار وکړو، چې حالت بدل شي او باید په افغانستان کې اقتصادي برابري را منځته شي.
په دې ناسته کې د افغان حکومت استازی نشته؛ خو اسلامي امارت دا راز ناستې افغانستان ته مهمې بولي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیر خواه وایي: د تهران ناسته د ګاونډ هېوادونو ناسته ده. مونږ دې ناستې ته ببل شوي نه یوو. یوازې ګاونډ هېوادونه په کې ونډه لري.
د تهران ناسته د مسکو له ناستې یوه اوونۍ وروسته جوړیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چین بهرنیو چارو وزیر هم په بیجنګ کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو درېیمې ناستې جوړولو ته چمتووالی څرګند کړی دی.
تازه خبرونه
د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د “روسیه او اسلامي نړۍ” تر سرلیک لاندې د کازان د شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل؛ له تاتارستان څخه به یو پلاوی کابل ته واستول شي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو سکټورونو کې اړیکې پراخې کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.
په دې ناسته کې د کاماز موټرو تولیدي شرکت عمومي رییس ویلي؛ تاتارستان چمتو دی، چې افغانستان ته د کاماز باربري او اور وژنې موټرو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به له ولسمشر مینیخانوف څخه د افغانستان لپاره ځانګړې سبسایډي هم ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې؛ هغه پلان لري، چې افغانستان ته د سفر پرمهال بازار وارزوي او بیا په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د تاتارستان د کرنې او خوړو وزیر په دې غونډه کې هم ویلي؛ دوی چمتو دي، چې له دې وروسته افغانستان ته د حلالو خوړو صادرات زیات کړي.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همدارنګه په افغانستان کې د تاتارستان پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر څخه د اسلامي امارت پلاوي ته د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم ته د بلنې له کبله مننه وکړه.
ملا عبدالغني برادر دا بلنه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ګام وباله.
ملا برادر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي خپلواکه، مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه څرګنده کړې، چې د دې پالیسۍ پر بنسټ اسلامي امارت غواړي؛ له تاتارستان جمهوریت سره په ځانګړي توګه په افغانستان کې د پانګونې، انرژۍ، بېخبناوو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
هغه په افغانستان کې وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او د تاتارستان له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو استخراج او چاڼ په سکټورونو، ساختماني پروژو، اوسپنېپټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
ملا برادر د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او څرګندوي، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو او نورو اقتصادي پروګرامونو د جوړولو لپاره هڅې وشي، چې په دې برخه کې له شته ظرفیتونو څخه پوره ګټه پورته شي.
ویل کیږي، چې ملا برادر د تاتارستان ولسمشر ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.
تازه خبرونه
امیر خان متقي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مراد نورتیلو په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښهوالي بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.
امیر خان متقي قزاقستان د منځنۍ آسیا یو له مهمو هېوادونو څخه وګاڼه او هیله یې څرګنده کړه، چې د موجوده ظرفیتونو پر کارولو به دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه له قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې وګڼلې او یو ځل بیا یې په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه د تعاملاتو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه. هغه دا هم اعلان وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي سفر کابل ته راشي.
نورتیلو ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د تورغونډۍ-هرات د اوسپنېپټلۍ د جوړولو په پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي
پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راپدېخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال جبري ایستلي دي.
پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوال په دې موده کې د پاکستان میلمانه ول او باید “په بشپړ وقار او درناوي” سره خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو کډوالو ويلي، چې دوی د جبري ایستلو په لړ کې له نیولو، ځورونو او کړولو سره مخ شوي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې POR کارتونه یې لرل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه راز د پاکستان حکومت تائید کړې، چې د ای سي سي کارت د اعتبار موده به نهغځوي.
د مهاجرت نړیوال بنسټ (IOM) ويلي، چې سږ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر دولسمې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زره څخه ډېر افغانان ایستل شوي دي.
پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهیم پړاو هم پیل کړی دی، چې په کې یې زرګونه افغان کډوال جبري افغانستان ته شړلي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هڅه کوي، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۸ استوګنځایونو پر جوړولو سره د کډوالو د استوګنې ستونزه حل کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول مهم وګڼل او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
محمد یونس راشد دا هم ویلي، چې دوی به ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي او د ځوانانو له ټولنې سره د یوځای کولو لپاره به همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل تل له اسلامآباد څخه غوښتي، چې کډوالو ته په تدریجي ډول د راستنېدو اجازه ورکړي؛ خو پاکستان د افغانستان غوښتنه نده منلې.
-
تازه خبرونه3 days ago
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټرمپ پر سوریه د بندیزونو له لرې کولو او له سعودي سره د پانګونې تړون له لاسلیک خبر ورکړ
-
سوداگري5 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
تازه خبرونه5 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا
-
تازه خبرونه3 days ago
په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې ته افغان پلاوي ولاړ