تازه خبرونه

افغان زدکوونکیو د پاکستان سفارت روزنیز پروګرام بشپړ کړ

Published

on

په کابل کې د پاکستان سفارت هغو زدکوونکیو ته، چې د سفارت د حرفوي زدکړو د انسټیټوټ د کمپیوټر او انګلیسي ژبې لنډمهاله کورسونه یې بریالي بشپړ کړي؛ تصدیق پاڼې ووېشلې.

د سفارتي  چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شاوخوا ۸۲ زدکوونکیو د وروستي لنډ مهاله درې میاشتنی کورس بشپړ کړ.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ټولو برياليو زدکوونکیو ته د دې بري مبارکي ورکړه او له هغوی يې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم خپلې زدکړې روانې وساتي او د افغانستان په وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانان کولی شي د علامه محمد اقبال سکالرشپ لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي او  په بېلابېلو برخو کې زدکړې تر لاسه کړي.

دغه راز منصور احمد خان غواړي، چې افغانستان له تلپاتې سولې او ثبات برخمن شي او د پرمختګ او سوکالۍ پر لوري ډاډمن ګامونه پورته کړي.

دغه راز نوموړي له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام تر څنګ د بشري ناورین په مخنیوي کې د مرستې ډاډ څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version