تازه خبرونه
افغان زدکړیالانو ته د ویزو د ورکولو بهیر د باور کچې تر رسېدو ځنډول شوی

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهانیم جیشنکر د هند په پوهنتونونو کې له افغان محصلینو غوښتي، چې د ویزو د بیا پیلولو لپاره د “باور او موثریت” تر کچې په طمع شي.
جې شنکر دا خبره په ګجرات ایالت کې د “نړیوال هند او د مودي په دوره کې د بهرنۍ پالیسۍ راڅرګندېدل” تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته کړې ده.
جې شنکر، چې ویلي، هېواد یې وخت ته اړتیا لري، چې د سیاسي اړیکو د لرلو لپاره له لاسه تللي باور ته ورسېږي او په افغانستان کې خپل قونسلي فعالیتونه بیا پیل کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هر هېواد باید یو سیستم ولري، چې پر بنسټ یې خپل تعاملات تنظیم کړي. مونږ باید د باور او اغېزمنتیا د بیا را ژوندي کېدو ته په تمه پاتې شو انتظار وکړو او موږ وکولی شو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړو.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر وایي: د تېر کال په اګست کې دې ته اړ شوو، چې په افغانستان کې خپل سفارت وتړو او ان د هند یو استازی هم په افغانستان کې نه و، نو هغه مهال هر څه په ټپه ولاړ ول. مونږ کولی نشول، چې اسناد تایید کړو او دا هم راته ګرانه وه، چې تصدیق یې کړو؛ پاسپورت او ویزې چا ته وسپارو.
جې شنکر وايي، تر هغه وخته، چې شته ستونزې حل نشي؛ هند نشي کولی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې راژوندۍ کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په خبره، زدکړیالانو ته د زدکړو د ویزو د ورکولو بهیر هم د همدې لاملونو له کبله درول شوی دی.
د هند او افغانستان د اړیکو د بیا پیلولو لپاره باید د دواړو هېوادونو تر منځ له لاسه وتلی باور بېرته ورغوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، نوی دیلي په تمه دی، چې د تېر کال د اګست د میاشتې د پېښو له کبله، چې هر څه یې زیانمن کړل او نوي حکومت واک ترلاسه کړ؛ له افغانستان سره د هند اړیکې هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوي، چې بېرته باید راژوندۍ شي.
که څه هم یو شمېر هندي دیپلوماتان په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره حضور لري؛ خو نوي ډیلي په افغانستان کې کوم سیاسي یا قونسلي فعالیت ندی پیل کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ مسلې ته هم نغوته کړې. هغه وايي، اوس هند د واکمن دولت د هڅو له کبله په نړۍ کې پدې اړه، چې پاکستان د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی دی – پیاوړې اجماع او پوهاوی رامنځته شوی.
هغه وایي: تاسې ټول پوهېږئ، مونږ داسې یو ګاونډی لرو، چې که هند د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې تخصص ولري. دا هېواد د نړیوالې ترهګرۍ متخصص دی. پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی او تمویلوونکی دی؛ خو له نېکه مرغه د پاکستان په اړه د نړۍ نظر بدل شوی دی. دوی دې پایلې ته رسیدلي دي، چې که دوی د ترهګرۍ مخه ونه نیسي؛ دا به په راتلونکي کې دوی ته هم زیان ورسوي.
پاکستان په تېرو وختونو کې د ترهګرۍ د ملاتړ او تمویل ادعاوې رد کړي دي او د مودي په مشرۍ حکومت یې په هند کې د مسلمانو لږکیو او اسلام پر ضد پر هڅو تورن کړی دی.
په تېرو څو میاشتو کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو له هند څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې بیا پیل کړي او نوي ډيلي ته یې ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ټولو دیپلوماتانو او د سفارت د کارکوونکیو امنیت به ساتي.
د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په سلګونه افغان زدکړیالان، چې د جمهوري نظام په وروستیو کې د رخصتیو د تېرولو لپاره هېواد ته راستانه شوي وه؛ نشي کولی هند ته د خپلو زدکړو د دوام لپاره سفر وکړي.
تازه خبرونه
د اسلامي اردو پر جوړولو منظم او داډمن کار روان دی – دفاع وزارت

د هېواد د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز ويلي؛ د اسلامي امارت او دفاع وزارت لخوا د اسلامي اردو پر جوړولو منظم او ډاډمن کار روان دی.
د ملي دفاع وزارت ستر درستیز فصيح الدين فطرت د مخابرې ریاست د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې ویلي؛ اسلامي امارت او دفاع وزارت تل د یوې داسې اردو د جوړولو هحې کړي، چې د ایمان او عقیدې پر وسله سمبال وي؛ ځکه، چې د اسلامي امارت ځواکونو په همدې وسلې د نړۍ د قدرتونو پر وړاندې بریا ترلاسه کړې ده.
دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي له فارغو شویو سرتېرو وغوښتل، چې د خلکو او هېواد خدمت ته ژمن پاتې شي او په پوره اخلاص او صداقت ګامونه پورته کړي.
د هېواد دغه لوړ پوړي دفاعي چارواکی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه د اطاعت له پلوه په نړۍ کې ساری نلري.
د ده په وینا د سرتېرو لخوا د خپل مشر اطاعت د نړۍ پر زبرځواکونه بریا ته ورسول.
نوموړي په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ اطاعت مهم وباله.
د مخابرې ریاست دې سرتېرو درې میاشتنۍ زدهکړې بشپړې کړې او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
تازه خبرونه
اسلامي امارت په هېواد کې معیاري ښوونیزو خدمتونو ته ژمن دی

پرون د پوهنې وزارت د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې زدهکړه د هر افغان لپاره لازمه ده او دا وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې معیاري ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې زدهکړه د هر افغان لپاره لارمه ده او اسلامي امارت ژمن دی، چې معیاري تعلیمي خدمتونه وړاندې کړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې نړۍ باید دغه وزارت د معیاري تعلیمي خدمتونو په وړاندې کولو کې یوازې پرې نږدي.
د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي: د پوهنې وزارت خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعلیم او زدهکړه د هر افغان لپاره اړینه ګڼي، له اقتصادي محدودیتونو سره سره یې ۱۹۰۰۰ ښوونځي او ۱۳۰۰۰ دیني مدرسې پرانیستي دي او دوه نیم میلیون نجونې هم ښوونځیو ته ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو تعلیمي او فرهنګي ټولنې یا یونسکو دواړو ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د زدهکړو له حقه بې برخې دي.
د یونیسکو عمومي منشي آډري ازولي وایي: یونسکو غواړي سږکال دا ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړي، مونږ غواړو، چې د ښځو او نجونو د کار او زدهکړې حقونه پرته له ځنډه دوی ته ورکړ شي. د ښځو د کار او زدهکړې پر وړاندې جګړه باید ودرول شي؛ ځکه هره نجلۍ او هلک د زدهکړې حق لري.
ځینې محصلینې او زدهکوونکې له اسلامي امارته غواړي، چې تعلیمي او تحصیلي بندیزونه لرې کړي او دوی ته درسونو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.
یو شمېر کارپوهان وايي، چې زدهکړو ته لاسرسی د ټولنې د هر غړي اساسي او بشري حق دی او باید دا حق له هیچا وانه خیستل شي.
اسلامي امارت پر نجونو د ثانوي او پوهنتوني زدهکړو محدویتونه دایمي نه بولي؛ خو تمې دادي، چې په را روان پسرلي کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
تازه خبرونه
کابلوف د افغانستان پر ورستیو تحولاتو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق څرګنده کړې؛ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سیمې پر وروستیو تحولاتو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.
محمد صادق د سه شنبې پر ورځ تویت کړ، چې له کابلوف سره یې د مسکو او اسلامآباد ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اړتیا هم خبرې کړې دي. هغه کابلوف د پام وړ ښه او پوه دیپلومات په توګه وستایه.
کابلوف پاکستان ته له سفر مخکې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره هم کتلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره اوونۍ څرګنده کړې وه، چې کابلوف د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او ټینګار یې کړی، چې روسیه د غربي حکومتونو په څېر نیوکې نکوي.
نوموړي زیاته کړې؛ کابلوف ویلي، هېواد یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ او ثبات لیدل غواړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د دولت پر چارواکو نیوکې او لاسوهنه نکوي.
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان او پاکستان په سویدن کې قرآنکریم ته د سپکاوی غندنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان خلک او پانګوال د برښنا له پرچاوۍ ځوریږي
-
نړۍ5 days ago
په هند کې د لومړي وزیر په اړه د بي بي سي مستند فلم بند شو
-
تازه خبرونه5 days ago
د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې وکړې
-
روغتيا4 days ago
په افغانستان کې ۵.۳ میلیون ماشومان ته د ګوزڼ واکسین کیږي
-
نړۍ4 days ago
د سویدن صدراعظم د قرآنکریم د سوځولو پېښه وغندله
-
تازه خبرونه5 days ago
بیات بنیاد د کابل ښار د اوومې ناحیې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د پاتې افغان بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي – د کډوالو چارو وزارت