تازه خبرونه

افغان فلم د دوه مستندو فلمونو له وړاندې کولو سره خپل کار بیا پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۰)

افغان فلم په افغانستان کې د فلم جوړونې او سینما لومړنی بنسټ دی، چې نن (یکشنبه د کب ۲۲) له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یې د دوه مستندو فلمونو( د سالنګ لویه لار او کمپنۍ پل ) نندارې ته له وړاندې کولو سره خپل فعالیت بیا پیل کړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه څرګنده کړې: د جهاد پر مهال مونږ دوه ځواکونه و کارول؛ پوځ او ویډیوګانې. همدا ویډیوګانې مونږ ته د سینما ارزښت په ډاګه کوي، چې د حکومت یوه اغېزمنه برخه ګڼل کیږي.

د افغان فلم مشر شفیع الله افغان د مستندو فلمونو د نندارې پر مهال ويلي؛ مونږ کولی شو، چې سینما او افغان فلم خوندي او وده ورکړو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغان  فلم به د افغانستان د تېرو شل کلونو د تاریخ ترخې خاطرې هم مستندې کړي.

هغه زیاته کړې ده: سينما د ټولنې په هر سکتور کې نفوذ لري؛ په معنوي، فرهنګي او سنتي برخوکې غواړو، چې د ښځو په ګډون او تمثیل فلمونه او سريالونه جوړ کړو.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي میراثونو د ساتنې د ملي ورځې د نمانځلو په مناسبت ویلي، حکومت د هېواد د لرغونو او فرهنګي آثارو ساتنې ته ژمن دی او څوک حق نلري، چې خپلسرې کیندنې وکړي او یا لرغوني آثار قاچاق کړي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د لوګر د عینک په مسو کان کې هم لرغوني آثار موندل شوي، چې ډېر ژر به ملي موزیم ته ولېږدول شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرونو مرستیال عتيق الله عزيزي ويلي: مونږ افغان فلم فعال ساتو؛ د کارونو له بهیره او شل کلنې تباهۍ فلم جوړوو. هغه کسان، چې له افغانستان څخه وتلي او نړۍ ته يې بد انځور وړاندې کړی؛ وايو، چې خپل کار ته به روان ساتو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مرستیال سعدالدین سعید ویلي؛ افغانستان د بډای تاریخ لرونکی دی او وايي، چې اسلامي امارت د هېواد د لرغونو او فرهنګي آثارو ساتنې ته ژمن دي.

د دغې ناستې ګډونوالو له اسلامي امارته وغوښتل، چې د تاریخي او ارزښتناکو آثارو د خوندیتوب او ساتنې ترڅنګ دې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو راجلبولو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم ملي موزیم په رسمي توګه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پر مخ پرانیستل شو. که څه هم ویل کېږي، چې د نندارچیانو کچه یې راټيټه شوې؛ خو دا هیله مندي هم شته، چې د هوا له تودېدو سره به د لرغونو ځایونو سیلانیان ډېر شي.

Trending

Exit mobile version