Connect with us

لوبی

افغان لامبو وهونکي عباس کریمي په امریکا کې د سرو او سپینو زرو مډالونه وګټل

خپور شوی

د

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۲)

افغان معلول لامبو وهونکي عباس کریمي د امریکا په مینه‌سوتای ایالت کې د لامبو وهلو په نړیواله سیالۍ کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی.

عباس کریمي د جمعې پر ورځ (اپریل۲۱) د لامبو وهنې د نړیوالې لړۍ په لومړۍ غونډه کې لومړی مقام خپل کړ او د دې سیالۍ د سرو زرو مډال یې وګاټه.

دا سیالي د مینه‌سوتا ایالت په مینیاپولیس کې ترسره شوه او ښاغلي کریمي د ۵۰ متره شاپرک په څانګه کې د سرو زرو مډال وګاټه.

هغه د تېر کال په وري میاشت کې د اندیانا د پولیس په ایالت کې د ۵۰ متره شاپرک سیالۍ د سرو زرو مډال وګاټه.

کریمي دا مهال په امریکا کې کډوال دی او د یوه امریکايي وګړي په توګه په سیالیو کې برخه اخلي.

نوموړي له دې مخکې هم په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کړی او د سرو زرو څو مډالونه یې ګټلي دي.

په دغو سیالیو کې له دیارلس هېوادونو څخه ۱۴۱ لامبو وهونکیو برخه اخیستې وه.

کریمي د سرو زرو د مډال پر ګټلو د پارا یا معلولو لامبو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ، چې په درې میاشتو کې به د انګلستان پر کوربتوب ترسره شي.

درې میاشتې وروسته به کریمي د پارالمپیک نړیوالو سیالیو ته ولاړ شي؛ شپږ کاله وړاندې پر ۲۰۱۷ کال په مکسیکو کې د ۵۰ متره شاپرک په برخه کې د سپینو زرو مډال وګاټه او په نړۍ کې لومړنی کډوال شو، چې د لومړۍ درجې نړیوالو سیالیو مډال یې وګاټه.

عباس کریمي د توکیو په پارالمپیک لوبو کې هم برخه اخیستې وه او د المپیک د نړیوالې کمیتې د مهاجرینو د لوبډلې د فاینل لوبغاړي په توګه هم ګډون کړی و.

لوبی

د افغانستان او سویلي افریقا تمریناتي لوبه د سخت باران له کبله ونه‌شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۲)

د کرکت نړیوال جام په تمریناتي پړاو کې د جمعې پر ورځ د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه د باران له کبه ترسره نه‌شوه.

د اسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې، دواړه لوبډلې مخکې له دې، چې لوب‌څاري مازیګر مهال ۳:۴۵ د پرله پسې باران او لوند لوبغالي له کبله د لوبې نه‌کول اعلان کړي؛ د دواړو لوبډلو لوبغاړي په هوټل کې ول.

سویلي افریقا د دوشنبې پر ورځ له نیوزیلند سره بله روزنیزه لوبه کوي او افغانستان به د سې شنبې پر ورځ له سریلانکا سره لوبه کوي.

کرکت نړیوال جام به د پنجشنبې پر ورځ د هند په احمد آباد ښار کې د نیوزیلند او انګلستان تر منځ په لومړۍ لوبه پیل شي.

په یوه بله روزنیزه لوبه کې، چې په ګوواهاتي کې ترسره شوه؛ سریلانکا خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۴۹.۱ اورونو کې یې ټولټال ۲۶۳ منډې جوړې کړې. پاتوم نیسانکا ۶۸ او دانانجایا د سلوا ۵۵ منډې وکړې. د بنګله دېش له لوري مهدي حسن درې لوبغاړي وسوځول.

په حیدراباد کې پاکستان نیوزیلند ته د پېنځه لوبغاړو پر سوځیدو ۳۴۵ منډې هدف وټاکه. محمد رضوان ۱۰۳ او بابر اعظم ۸۰ منډې جوړې کړې.

Continue Reading

لوبی

نوین الحق د کرکت له پنځوس اوریزو لوبو ګوښه شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې چټک‌ توپوهونکی نوین الحق وايي، چې د ۲۰۲۳ ز.کال له نړیوال جام وروسته به پنځوس اوریزې لوبې نورې ونه‌کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې دا ۲۴ کلن لوبغاړی دوه کاله له لوبډلې لرې پاتې کېدو وروسته نړیوال جام ته راستون شوی و.

دغه لوبغاړي د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لپاره اووه یو ورځنۍ لوبې کړې دي؛ خو په ۲۰۱۶ ز. کال کې د نړیوال جام له پیل راپدیخوا د ۲۰ اوریزو لوبو یوه اړینه برخه ګرزېدلې ده.

نوین الحق وايي: دا زما لپاره ویاړ و، چې د خپل هېواد استازولي وکړم. اوس غواړم د نړیوال جام په پای کې له یو ورځنیو لوبو څخه ګوښه شم؛ خو زه به په شل اوریزو لوبو کې له نیلي کمیس سره مل وم.

هغه زیاته کړې: دا کومه اسانه پرېکړه نه وه، خو د لوبېدنې د اوږدولو لپاره باید دا سخته پرېکړه وکړم.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند نړیوال جام ته د نوین الحق له غوراوي سره افغان لوبډله پیاوړې معرفي شوې ده.

Continue Reading

لوبی

امول نومي هندي شرکت په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حق هندي شرکت امول (Amul) ته ورکړ، چې له مخې به یې یاد شرکت په راتلونکو سترو سیالیو کې له افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي.

کرکت بورد څرګنده کړې؛ دغه تړون د فایربرد سپورتي مدیریتي شرکت، چې د راروان نړیوال جام د افغانستان کرکت بورد همکار دی، لاسلیک شو. امول د لبنیاتو په برخه کې نوموتی هندي شرکت دی، چې له دې مخکې په ۲۰۱۹ ز. کال نړیوال جام سیالیو کې هم د افغان لوبډلې د مالي ملاتړي په توګه له افغانستان کرکت بورد سره همکار پاتې شوی دی.

د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان د دغه تړون له لاسلیکولو خوښي وښوده او څرګندوي: امول شرکت له دې مخکې هم د افغانستان کرکت بورد همکار پاتې شوی او خوښ یوو، چې د سږکال سترو سیالیو لپاره یې هم د مالي ملاتړي په توګه له ځان سره لرو. دا د افغانستان کرکت بورد او زمونږ د همکار، فایربرد سپورتي مدیریتي شرکت لپاره مثبت ګام دی او هیله من یوو، چې په راتلونکي کې هم له نورو شرکتونو سره دغه ډول تړونونه لاسلیک کړو.

دغه راز د یاد تړون په اړه د امول شرکت مدیر ښاغلي جیین مهتا ویلي: سپورت د امول شرکت لپاره له نوي نسل سره د یوځای کېدو یوه اړینه وسیله ده. شیدې د نړۍ اصلي انرژي لرونکي خواړه دي، چې ټول لوبغاړي یې کاروي. امول شرکت له افغانستان سره پخوانۍ اړیکه لري؛ خان عبدالغفار خان، چې په ګاندي هم مشهور و، په ۱۹۶۹ ز. کال کې له امول شرکت لیدنه کړې وه او له داکتر کورین سره یې هم لیدلي وه، چې په یاده لیدنه کې یې زمونږ د شرکت فعالیتونه هم ارزولي وه.

نوموړي ویلي؛ دغه راز په بېلابېلو وختونو کې له افغانستان څخه د شیدو تولیدونکیو څو پلاويو هم له امول شرکته لیدنه کړې ده. امول له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا افغانستان ته پودري شیدې او د ماشومانو خواړه صادروي. مونږ ویاړو، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق له ځان سره لرو او په راتلونکي نړیوال جام کې ورته د بریاوو هیله لرو.

د فایربرد سپورتي مدیریتي شرکت استازی سنیل منوچا هم د یاد تړون له لاسلیکولو خوښي څرګنده کړه او وایي: دا زمونږ لپاره د ویاړ ځای دی، چې د افغانستان کرکت بورد او امول شرکت ترمنځ د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د مالي ملاتړ تړون په لاسلیکولو کې اړینه ونډه لرو. دا به نه یوازې دا، چې د افغانستان کرکت په ګټه وي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو په ټینګښت او پراختیا کې هم ښه رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د افغانستان کرکت ملي لوبډله د اړوند لوبو د ترسره کولو لپاره هند ته رسېدلې او هلته به د یادو سترو سیالیو لپاره خپلې روزنیزې لوبې لومړی له سویلي آفریقا او سریلانکا سره ترسره کړي او له هغه وروسته به د تلې پر ۱۵ / د اکتوبر پر اوومه نېټه په نړیوال جام کې خپله لومړۍ رسمي سیالۍ په درمشاله کرکت لوبغالي کې د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!