لوبی

افغان لوبغاړی نوین الحق د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام په نوملړ کې راغی

Published

on

د افغانستان کرکت بورد د چارشنبې پر ورځ د ۲۰۲۳ ز. کال نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې راتلونکې میاشت به په هند کې ترسره شي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر به حشمت الله شهیدي وي او په دې لوبډله کې به د ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او فرید احمد ملک په ګډون درې احتیاطي لوبغاړي هم برخه ولري.

عظمت الله عمرزی، چې د ټپ له کبله په اسیا جام کې ونه‌لوبېده؛ لوبډلې ته راستون شو.

دغه راز نوین الحق، چې وروستی ځل یې پر ۲۰۲۱ ز. کال په A نوملړ کې لوبېدلی و؛ هم په دې نوملړ کې راغلی دی.

نوین الحق تر اوسه یوازې په اووه یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او ۱۴ ویکتې یې اخیستي دي.

ګلبدین نایب، چې د پاکستان او سریلانکا پروړاندې په اسیا جام کې ښه ځلیدلی؛ د نړیوال جام په احتیاطي لوبغاړیو کې راغلی دی.

د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو په نوملړ کې د راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن او نور احمد په څېر تکړه لوبغاړي هم شته.

د نوین الحق له راتګ سره د چټکې توپ اچونې څانګه پياوړې شوې او فضل حق فاروقي، عبدالرحمن او عمرزی هم په کې شتون لري.

د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې جوړښت: حشمت الله شهیدي(لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علیخېل، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد ، فضل الحق فاروقي او نوین الحق.

افغانستان به د اکټوبر پر اوومه د هند په درامسالا کې د بنګله دېش پر وړاندې نړیوال جام سیالۍ پیل کړي.

Trending

Exit mobile version