تازه خبرونه
افغان مسلمانانو متحد شئ او لنډمهاله حکومت جوړ کړئ- ګیلاني
د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر، حامید ګیلاني په هېواد کې له ښکېلو افغان اړخونو غوښتي، چې د مسلمانانو په توګه متحد او لنډمهاله حکومت جوړ کړي.
حامد ګیلاني له حکومت او طالبانو وغوښتل؛ له هغه څه سره سم ګامونه پورته کړئ، چې الله تعالی د سولې په اړه فرمایلي: او سوله ښه ده.
هو! مونږ باید د خلکو د خیر لپاره کار وکړو.
هغه وايي؛ مونږ هم افغانان او مسلمانان یو او دا یوازې مونږ افغانان او مسلمانان یو، چې کړیږو. هغه خلک، چې په ټولو خواوو کې مړه کیږي او یا ټپیان کیږي دواړه افغانان او مسلمانان دي.
نوموړي ویلي: وروڼو! راځئ چې همغږي او متحد شو او د الله په خاطر له دې روانې فتنې او بغاوته لاس واخلو او د سولې پر لوري، چې په کې د الله پاک رضا ده؛ حرکت وکړو.
ګیلاني په دوحه کې روانو خبرو ته پهغوته کې ویلي؛ دواړه خواوې مدعي دي. په هرو (دودیز) خبرو اترو، مذهبي / شرعي، ملي دودونو او نړیوال قوانینو کې تل د شخړو اوارولو ته د دریمې ډلې اړتیا لیدل لیدل شوې. د همدې دلیل له مخې لکه څنګه، چې زه یې ګورم د ستونزې د حل کولو لپاره د لنډمهاله حکومت له رامنځته کولو پرته، چې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي؛ هرڅوک په کې راضي وي او پر بنسټ یې د سولې ګامونه واخیستل کیږي، بل هیڅ غوراوی نلرو.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې بیا د خلکو له هیلو سره سم ملي حکومت جوړ شي او د ملي اجماع پر بنسټ د ټولو ګوندونو په ګډون روان شراچوونکی جنګ پای ته ورسیږي.
نوموړي ډاډمن دی، چې یو بل واکمن شته، چې اوسنۍ جګړې ته، چې نږدې ۴۰ کاله اوږده شوې او داسې جګړهډ چې پکې د بهرنیو شریکانو او ګاونډ هېوادونو په ګډون ډېري برخوال پدې باور دي، چې دا جګړه پوځي حل نلري؛ د پای ټکی ږدي.