تازه خبرونه
افغان میرمنې د خپلو مدني آزادیو غوښتونکې شوې
په سلګونه افغان میرمنو د یکشنبې پر ورځ د لویې جرګې په خیمه کې د ( افغانستان د اسلامي جمهوریت په ساتنه کې د افغان میرمنو غږ) تر سرلیک لاندې د اوربند، د جګړې درول او د وینو تویولو پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د ۳۴ ولایتونو ۱۵۷۰۰ میرمنو برخه اخیستې وه.
دغه کنفرانس پرون د ښځو چارو وزارت لخوا ترسره شوی؛ دوی د ۹ مادو په پرېکړه لیک کې څرګنده کړې، چې دوی ویر ته ناستې دی که څه هم په جګړه کې نه وې.
دوی هغو جنګونو ته په نغوته کې، چې بې ځایه شوي، پلرونه، میړونه، زامن، وروڼه، خویندې، نیاګانې او د کورنۍ نورغړي یې له لاسه ورکړي دي.
دوی وایي؛ ښځې غواړي، چې د سولې او نړۍ په خبرو اترو کې ښکېلې خواوې د دوی غږونه واوري.
د اوربند غوښتنه، د مسلمانانو پر وړاندې د مسلمانانو پر جګړې بندیز، په ټول هېواد کې له دیني عالمانو څخه سولې ته کار، د ملي او مذهبي ارزښتونو خوندي کول، د ملي یووالي د پیاوړي کولو او د جوماتونو له لارې د یو بل منل هغه څه دي، چې مبیرمنو په ۹ ماده ییز پرېکړه لیک کې پرې ټینګار کړی دی.
سربېره پردې دوی غواړي د تېرو ۲۰ کلونو حقونه او لاسته راوړنې خوندي وساتي او ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.
دوی د اساسي قانون ساتنه ملي دنده ګڼي، چې د سولې په خبرو کې د دوی مدني او سیاسي حقونه خوندي کړي.
دوی ویلي: مونږ افغان میرمنې، د تلپاتې سولې او وقار ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوځښتونو او هوډه ملاتړ کوو او د تلپاتې سولې لپاره دې خوځښتونو ته پر اړتیا ټینګار غواړو.
دوی ویلي: مونږ افغان میرمنې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د ګاونډ هېوادونو او سیمې ملاتړ غواړو او مونږ له نړیوالې ټولنې هم غواړو، چې تلپاتې سوله تامین کړي او د خپلو امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړو.
افغان میرمنې ټینګار کوي، چې د هوډ منو میرمنو په توګه غواړي په سوله کې ژوند وکړي او پوه شي، چې ژبني، قومي او مذهبي توپیرونه ټول منل شوي دي؛ ځکه د دوی په وینا زمونږ ښکلا په ژبني، قومي او مذهبي تنوع او ملي یووالي کې نغښتی ده.
