تازه خبرونه
افغان میرمن نرګس مومند حسنزۍ د سولې جایزه ترلاسه کړه
د سویدن د سولې د جایزې د وېش کمیتې د ۲۰۲۳ ز. کال د سولې نړیواله جایزه افغان خبریالې او مدني هڅاندې نرګس مومند حسن زۍ ته ورکړه.
میرمن نرګس مومند حسنزۍ پخپل ایکس پاڼې څرکنده کړې: زه له ټولو هغو کسانو، چې د سولې د هڅو په لار کې یې زما ملاتړ کړی او ونډه یې اخیستې؛ مننه کوم.
میرمن حسنزۍ د دې جايزې د ترلاسه کولو په اړه ويلي؛ دا جايزه هغو نجونو ته وړاندې کوي، چې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا له زدهکړو بې برخې دي.
هغې لیکلي: دا جایزه ټولو هغو نجونو ته ځانګړې شوې، چې په تېرو دوه کلونو کې یې د خپلو ښوونځیو دروازې نهدي لیدلي.
د سویدن د سولې جایزه هر کال هغو پېنځه هڅاندو ته ورکول کیږي، چې د بیان ازادۍ، ماشومانو، نجونو تعلیم او سولې په برخو کې کار کوي.
د میرمن نرګس مومند حسنزۍ تر څنګ څلور نورې جايزې د سويدن، فرانسې، بريتانيا او امريکا وګړیو ته ورکړ شوې دي.
