تازه خبرونه

افغان پلاوي له قطري استازیو سره پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امير خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي تېره شپه د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو له استازیو او مشرانو سره ګډه ناسته ترسره کړې ده.

له مولوي متقي سره په دې پلاوي کې د پوهنې، روغتیا، مالیې، امنیت او د افغانستان بانک استازي مل دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې پر سیاسي، بشري، اقتصادي او ښوونیزو او روزنیزو موضوعاتو پراخې ‏خبرې شوي دي.

په دې غونډه کې د قطر هېواد استازیو ويلي، چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او مرستې به ورسره وکړي.

افغان پلاوي د قطر هېواد له مرستو او په تېرو مذاکراتو کې د دوی له مثبت رول څخه مننه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن به د قطر پر کوربتوب د افغان او امریکایانو تر منځ پر سیاسي او ټولنیزو مسایلو پرخې خبرې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version