تازه خبرونه
افغان ځواکونو د هرات ولایت اوبه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله
امنیتي ځواکونه له یوې اوونۍ نښتو او جګړو وروسته بریالي شول، چې د هرات ولایت اوبه ولسوالي له وسلوالو طالبانو بیا ترلاسه او بازار ته یې وردننه شي.
د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو ويلي، چې طالبانو له دې ولسوالۍ بشپړ شاتګ کړی او د خلکو وضعیت عادي حالت ته راګرځیدلی دی.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې طالبانو تېره اوونۍ د هرات پر اوبه ولسوالۍ پراخ بریدونه پل کړل؛ د ولسوالۍ په بازار کې یې عامه پل او په دې وروستیو کې یې د څښاک اوبو سرچینې ویجاړې کړې او خلکو او عامه تاسیساتو ته یې لوی مالي زیانونه ورسول.
نوموړي زیاته کړې، چې نن امنیتي ځواکونه بازار ته ننوتل او د طالبانو د ویجاړیو مخه یې ونیوله.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
اوبه ولسوالي د هرات ولایت د مرکز په ۱۰۰ کیلومټرۍ کې یوه شنه او زراعتي ولسوالي ده.
