تازه خبرونه

افغان ژباړونکي د ویزې له لرلو سره سره بیا هم آسټرالیا ته سفر نشي کولی

Published

on

د آسټرلیا حکومت د می میاشتې له پیل راپدیخوا له آسټرالیايي سرتېرو سره افغان کار کوونکیو ته ویزې ورکړي؛ خو ژباړونکي وايي، چې د کرونایي محدودیتونو له کبله نشي کولی له افغانستان څخه ووځي.  

د آسټرالیا د ګاردین خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په داسې حال کې، چې چارواکو په نږدې راتلونکي کې آسټرالیا ته د سوداګریزو الوتنو له لارې افغانانو ته د مرستې وړاندیز کړی؛ خو ډېرو ته دا کار ناشونی دی.

یوه ژباړن، چې له کابل څخه رسنیو ته خبرې کولې ویلي، چې پوځي الوتنو ته له لاسرسي پرته به د دوی وضعیت بدل نشي.

هغه دا هم ویلي؛ که دوی نشي کولی، چې مونږ ولېږدوي، نو د ویزې درلودل څه ګټه لري؟!

تېره میاشت آسټرالیا په ناڅاپي ډول خپل د کابل سفارت وتړلو او ویلي یې ول، چې د سپټمبر تر یوولسمې پورې نشي کولی د کارمندانو امنیت ډاډمن کړي.

یو بل ژباړونکي ویلي، چې  کورنۍ یې د پاسپورت ته په تمه ده؛ خو سفارت او کارمندانو ته له لاسرسي پرته به بریالي نشي، چې له افغانستان ووځي.

یو بل پخوانی ژباړونکي ځان هغه مهال پت کړ، چې د طالبانو لخوا یې یو ګواښوونکی لیک ترلاسه کړی دی؛ خو طالبانو پرون  په یوه خبرپاڼه کې افغان ژباړونکیو او له بهرنیو ځواکونو سره کارمندانو ته ډاډ ښکاره کړی، چې د بهرنیو له وتلو وروسته دوی کولی شي عادي ژوند وکړي او طالبان به ورته هیڅ هم ونه وایي.

د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون خبریالانو ته ویلي، چې حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره کار کوي.

هغه ویلي: دا لومړی ځل ندی، چې مونږ په ورته یو وضعیت کې له دوی ملاتړ کوو.

هغه زیاته کړې: مونږ له دې مخکې دا کار خوندي ترسره کړی او بیا به هم دا وړتیا ولرو … مونږ له ستونزې خبر یو. مونږ ډاډمن او له زغمه ډک کار کوو، چې د تېر په حېر دا کار هم خوندي تر سره کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې آسټرالیا د کرونا ویرس د خپریدو له کبله خپل سرحدونه د نااستوګنه اوسیدونکیو پر مخ وتړل او له هغه وخته راپدیخوا یې هېواد ته پر راستنیدونکیو هېوادوالو یو لړ بندیزونه لګولي دي.

Trending

Exit mobile version