لوبی
افغان کرکټ لوبډلې له انګلستان سره په نیمه پایلوبه کې خپله ماته ومنله

له ۱۹ کلونو د ټیټ عمره پنځوس آوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې افغان ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د ۱۵ منډو پر توپیر خپله ماته ومنله.
انګلستان د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ۲۳۱ منډې جوړې کړې؛ خو افغان لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.
د افغان لوبډلې لوبغاړیو هر یو محمد اسحاق ۴۳، الله نور ۶۰، عبد الهادي ۳۷، بلال احمد ۳۳ او نور احمد ۲۵ منډې وکړې، چې د ۹ ویکټو پر له لاسه ورکولو یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.
افغانستان له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راپدیخوا اووه ځله د دغو لوبو په نړيوال جام کې لوبېدلی دی او دوه ځله د دغه جام نيمه پايلوبو ته رسېدلی؛ خو په ۲۰۱۸ کال کې یې هم له آسترالیا سره په نیمه پای لوبه کې ماتې خوړلې وه.
لوبی
چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه

د دوشنبې پر ورځ چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ (IPL) په پایلوبه کې ګجرات تایتانز ته د پېنځه ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د اړوند پړاو اتلولي یې خپله کړه.
ګجرات لوبډلې د څلورو لوبغاړیو له سوځېدو سره د خپل تکړه توپوهونکي سای سودارسان پر ۹۶ ځواکمنو منډو د ۲۱۵ هغو هدف وټاکه.
دا پایلوبه باید د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې وای؛ خو پرلپسې باران ترسره کوونکي اړ کړل، چې لوبه دوشنبې ورځې ته وغزوي؛ خو لوبه ۱۵ آوورو ته راکښته شوه، چې ورسره هدف هم ۱۷۱ منډې وټاکل شو.
له پچې ګټلو وروسته د چینای لوبډلمشر دوني د توپاچونې پرېکړه وکړه او ډګر یې تر څارنې لاندې ونیوه او ټاکلې موخې ته ورسېدل.
ګوجرات تايتانز لوبډلې تېر کال دغه اتلولي ګټلې وه؛ سږکال پايلوبې ته ووت،؛ خو سيالې لوبډلې ته پر ماته ورکولو بریالۍ نشوه.
په سږني ۲۰۲۳ کال غوره لیګ کې افغان ستوري راشد خان، نوراحمد لکڼوال ګجرات ته، فضل الحق فاروقي له سنرايزر حیدرآباد سره، نوين الحق له لکنو سوپر جايانتز او رحمان الله ګوربز له کلکته نايت رايدرز سره ولوبېدل او هر یو ښه وځلېدل.
لوبی
افغانستان د مرکزي آسیا د فوتبال اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان له ۲۰ کلنو ټیټ عمره ځوانانو د فوتبال ملي لوبډلې د یکشنبې پر مازیګر د مرکزي آسیا د فوتبال اتلولۍ د سیالیو په لومړۍ لوبه کې ترکمنستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
دا لوبه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په زسکا لوبغالي کې ترسره شوې ده.
په دې لوبه کې افغانستان د فرهاد علیزاده پر ښکلې صربې له سیالې لوبډلې مخکې شو؛ خو وروسته د ترکمنستان لوبډلې ډېر ژر لوبه مساوي کړه.
البته له لومړي ګول څو دقیقې وروسته ترکمنستان له یوې پینالتۍ هة برخمن شو؛ خو د افغانستان ګول ساتونکي فیصل سعیدخېل د دې پینالتۍ پر نیولو د ترکمنستان د بریا مخه ونیوله.
په دوهیمه نیمايي کې د ترکمنستان له هڅو ترسره کولو سره ـ سره افغانستان وکولی شول، چې د همایون همدرد پر بدیل عنایت الله کوهي دوهیم ګول وواهه او بریا یې ترلاسه کړه.
په دې تورنمنت کې به د افغانستان دوهیمه لوبه نن دوشنبه د کابل پر وخت مازیګر ۴:۳۰ د کوربه هېواد تاجکستان پر وړاندې ترسره شي.
لوبی
مونږ افغانستان کم نهارزوو- د بنګله دیش کرکت بورد

په داسې حال کې، چې ټاکل شوې د افغانستان کرکت ملي لوبډله په درې اړخیزو سیالیو کې له بنګله ديش سره مخ شي؛ د بنګله دیش د غوراوي کمیټې مشر ویلي، چې دوی دمګړۍ پر همدې لړۍ بشپړ راڅرخي او د لوبډلې پر جوړولو اخته دي.
د غوراوي کمیتې مشر منهاج العابدین خبریالانو ته ویلي: مونږ د هغه څه په اړه، چې په بهر کې ویل کېږي؛ فکر نهکوو. نړیوال جام ته اوس هم څلور میاشتې پاتې دي. مونږ د افغانستان پر وړاندې یو لړ لوبې لرو او په اړه یې فکر کوو.
هغه زیاته کړې: مونږ به له افغانستان سره په دغو درې بڼو لوبو کې کوربه وو؛ ځکه، نو اوس مونږ د همدې لپاره خپلې لوبډلې تنظیموو. زه فکر کوم، چې مونږ اوسمهال یوازنۍ تست لوبډله یوو، چې د نړیوال جام په اړه بحث کوو. مونږ باید د نړیوال جام لپاره د لوبغاړیو چمتووالی او فعالیت په پام کې ونیسو او یوه لوبډله جوړه کړو.
د بنګله دیش د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر دا هم ویلي، چې تر راتلونکې اوونۍ به د افغانستان پر وړاندې د لوبډلو جوړښت وروستی شي او لوبغاړي به یې د مې له نهویشتمې روزنیزې هڅې پیل کړي.
منهاج العابدین ویلي، چې د بنګله دیش تکړه لوبغاړی شکیب الحسن ښايي د ورپېښ ټپ له کبله په تست لوبو کې برخه وانخلي؛ خو تمه ده، چې په پنځوس آووریزو لوبو کې ګډون وکړي.
نوموړي دغه راز په راتلونکیو سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې د هر ډول تست لوبو ترسره کول رد کړل او هیله یې څرګنده کړه، چې تر ټولو غوره جوړښت به نندارې ته وړاندې کړي.
بنګله دیش د افغانانو پر وړاندې ښه ریکارد نهلري. په ځانګړې توګه په اوږده لوبه کې؛ ځکه، چې دوی په ۲۰۱۹ کې لومړۍ تست لوبه پر ۲۲۴ منډو ګټلې وه.
منہاج العابدین څرګنده کړې: مونږ کوم ازمایښت ته چمتو نهیوو. افغانستان ډېره ښه لوبډله ده. مونږ د دوی پر وړاندې بده تجربه لرلې؛ ځکه، چې مونږ وروستی تست له لاسه ورکړ. مونږ به دوی کم نه ارزوو. مونږ به هڅه وکړو، چې د افغانستان پر وړاندې تر ټولو غوره جوړښت اعلان کړو.
د افغانستان لوبډله به د جون له څوارلسمې څخه تر اتلسمې نېټې په داکه کې یوه تست لوبه ترسره کړي، چې وروسته به هند ته ولاړه شي. لوبډله به د جولای پر لومړۍ نېټه بنګله دیش ته راستنه شي، چې د جولای له ۵ څخه تر ۱۱ پورې په چتوګرام کې درې پنځوس آووریزې لوبې وکړي.
افغان لوبډله به د جولای پر څوارلسمه او شپاړسمه په سیلهت کې دوه شل آووریزې لوبې وکړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
یو شمېر ګړۍ د ایران او افغانستان سرحدي نښتو ته لمن وهي – ایران
-
نړۍ2 days ago
بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په ۱۳ ولایتونو کې وروستیو اورښتونو۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه
-
روغتيا4 days ago
د کندهار عینو مېنې روغتون له ایم آر آی او ایکس رے وسایلو برخمن شو
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د پاکستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ دوه اړخیز بحري لېږد رالېږد پیل شو
-
لوبی4 days ago
چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه
-
سوداگري5 days ago
نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو