لوبی
افغان کرکټ لوبډلې له انګلستان سره په نیمه پایلوبه کې خپله ماته ومنله
له ۱۹ کلونو د ټیټ عمره پنځوس آوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې افغان ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د ۱۵ منډو پر توپیر خپله ماته ومنله.
انګلستان د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ۲۳۱ منډې جوړې کړې؛ خو افغان لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.
د افغان لوبډلې لوبغاړیو هر یو محمد اسحاق ۴۳، الله نور ۶۰، عبد الهادي ۳۷، بلال احمد ۳۳ او نور احمد ۲۵ منډې وکړې، چې د ۹ ویکټو پر له لاسه ورکولو یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.
افغانستان له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راپدیخوا اووه ځله د دغو لوبو په نړيوال جام کې لوبېدلی دی او دوه ځله د دغه جام نيمه پايلوبو ته رسېدلی؛ خو په ۲۰۱۸ کال کې یې هم له آسترالیا سره په نیمه پای لوبه کې ماتې خوړلې وه.