تازه خبرونه
افغان کمانډو په هرات کې د طالبانو له زندانه ۴۱ بندیان وژغورل
کمانډو ځواکونو تېره شپه په هرات کې د طالبانو یو زندان مات کړ؛ د ۲۲بندي پوځیانو په ګډون یې ۴۱ کسان راخوشې کړل.
د سې شنبې پر ورځ د کومانډو رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د دوشنبې پر شپه د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په مروه کلي کې رامنځته شوي دي.
پر زندان دبرید په بهیر کې اووه طالب ساتونکي وژل شوي او یو شمېر مهمات او وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د کمانډو ځواکونو د څرګندونو لهمخې، د طالب وسلوالو شپږ موټرسایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
دغه راز د دوشنبې پر ورځ هم ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې وه، چې کومانډو ځواکونو په بغلان ولایت کې اته سرتېري د طالبانو له زندان څخه خوشې کړي دي.
دغه وزارت دا هم ویلي، چې دغه عملیات د یکشنبې پر شپه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د عمر خېل په کلي کې د طالب بندیانو په وړاندې ترسره شوي دي.