تازه خبرونه

افغانستان د اداري فساد له کبله په نړۍ کې بې باوره شوی- د امریکا سفیر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي، چې افغانستان د نړۍ هېوادونو ته خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نن یکشنبه( د لیندۍ ۲۴) له اداري فساد سره د مبارزې پر څرنګوالي یوې جوړې شوې غونډې ته، چې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د مرستندویه ټولنې استازي یې هم ګډونوال ول؛ له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام په اړه اندېښنې وښودل شوې.

په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفیرانو ویلي؛ که په افغانستان کې سوله هم وشي، نړیواله ټولنه نده چمتو، چې له دغه هېواد سره لازمو مالي مرستو ته دوام ورکړي؛ ځکه، چې په تېرو کلونو کې د نړیوالې ټولنې میلیاردونه دالر ضایع شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ويلي، چې افغانستان نور د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام لپاره خپل باور له لاسه ورکړی دی. اداري فساد تر دې کچې دی، چې که په دې هېواد کې د سولې هوکړه هم وشي؛ نړیواله ټولنه به له افغانستان سره لازمو مالي مرستو ته زړه ښه نکړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایي: زمونږ دولت، نور دولتونه او نړیوالې مرستندویه ټولنې نه غواړي، چې لازمې مالي مرستې وکړي. که د سولې تړون هم لاسلیک شي؛ افغانستان نور زمونږ دولتونو او ټولنو ته خپل باور بایللی دی او ډاډه ندي، چې مالي مرستې یې په سمه توګه لګول کیږي، بلکې دا مرستې به د څو کسانو جیبونو ته ولویږي.

دغه راز په افغانستان کې د بریتانیا سفیره هم وايي، چې په دې هېواد کې د نړیوالو میلیاردونه دالر ضایع شوي دي؛ اداري فساد، د جګړې سختیدو، د دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راتلو، جرمي اقتصاد ته ودې ورکولو د ترهګریزو شبکو د جوړیدو لپاره زمینې برابرې کړې دي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیره الیسون بلک وایي: نړیوال شفافیت اټکل کوي، چې په افغانستان کې د مرستندویانو میلیاردونه دالر ضایع شوي دي؛ ځکه، نو ویلی شو، چې اداري فساد جګړو او شخړو ته زمینه برابره کړې او د دولت مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی. جرمي اقتصاد، د ترهګریزو شبکو جوړیدل او د نشه يي توکو کارو بار هم له اداري فساد څخه سرچینه اخلي.

ولسمشر غني بیا وايي، چې له اداري فساد سره په مبارزه کې یې ځينې کارونه کړي؛ خو په وینايي، چې اوس هم ستونزې په مخ کې پرتې دي.  

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې ګمرکونه او د عوایدو برخه باید په بنسټیزه توګه مسلکي، بې پرې او له سیاسي لاسوهنو لیرې وساتل شي. د فساد دا بڼه د افغانستان ملت نشي منلی او مونږ نه غواړو، چې لاسونه مو هره ورځ سوال ته اوږده شي او د خپل سرچینو ۵۰ سلنه له لاسه ورکړو.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش ویلي، چې: په عدلي، قضایي او قانون جوړونې بنسټونو کې هڅې روانې دي؛ خو تر دې دمه د اړوند قضیو په څارنه کې له پرمختګونو بې برخې یو او اوس هم داسې دوسیې هم شته، چې قانوني پړاوونه یې ندي وهلي.

سره له دې هم ولسمشر غني له اداري فساد سره د مبارزې د لارو چارو د ارزونې په دې غونډه کې کورنو چارو وزارت ته د بلخ ولایت د عامه نظم د پولیسو د پخواني قومندان د نیولو حکم وکړ؛ ځکه ده دا اداره د فساد پر مرکز بدله کړې وه.

Trending

Exit mobile version