تازه خبرونه

افغان څارونکي پر پاکستان باورکول لویه تېروتنه بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمرالدین باجوه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ژمنه کړې، چې له سخت دریځو سره به مبارزه کوي.

 د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې قمرالدین باجوه افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د سولې په برخه کې به له افغانستان سره همکاري کوي.

افغان څارونکي بیا د قمرالدین باجوه سفر د پاکستان د ژورې ستراتیژۍ برخه ګڼي او وايي، چې افغان چارواکي باید ځیرک واوسي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ديپلومات احمد سعیدي وایي، د پاکستان لوی درستیز د امریکا د فشارونو په پایله کې افغانستان ته راغلی؛ دا هېواد به له افغانستان سره همکاریو ته هیڅکله تیار نشي؛ خو مونږ باید ډېر ځیرک اوسو.

ځيني پخواني افغان پوځيان هم په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل سیاست نه دی بدل کړی.

دوی هم پر پاکستان باور کول لویه تېروتنه بولي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي،  دا لکه لمر ښکاره ده، چې پاکستان به هیڅکله د افغانستان په اړه خپل سیاست ته بدلون ورنکړي. افغان مشران او رهبران باید داځل په خپلو کړنو کې د اسلام آباد د غولونې ښکار نشي.

د ولسي جرګې غړي، چې پر پاکستان سخت بې باوره دي وايي، چې افغان چارواکي باید د پاکستان له سیاستونو سره  په خورا احتیاط چلند وکړي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وایي، پاکستان تل دوه ګونې لوبې کړي. زه له افغانانو او حکومته غواړم، چې له پاکستان څخه دې سوله نه غواړي؛ خپله دې له طالبانو سره سولې ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانیو ريیسانو امرالله صالح او رحمت نبیل ویلي، چې د امریکا د فشارونو له کبله د پاکستان لوی درستیز کابل ته راغلی دی.

دوی زیاتوي، چې د پاکستان د لوی درستیز سفر د افغانستان په اړه د پاکستان د ستراتیژۍ د بدلیدو معنا نه ورکوي.

دواړو په ډاګه کړې، چې پاکستان به له یوې خوا په افغانستان کې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړي او له بلې خوا به له امریکا څخه د باج اخیستو هڅې کوي.

د پاکستان لوی درستیز لومړنی پاکستانی چارواکی دی، چې د امریکا د نوې تګلارې له اعلام وروسته کابل ته راځي. په دې تګلاره کې څرګنده شوې، چې د ترهګرو او طالبانو ځالې په پاکستان کې دي او تر هغې به په سیمه او افغانستان کې سوله رانشي، چې دا ډلې له مخې لیرې نشي.

خبریال:  فواد ناصري

Trending

Exit mobile version