سیمه ییز خبرونه

افغان حکومت له ترکیې سره د جنرال دوستم د جلا وطنه کیدو معامله کړې-معنوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغان ترک ښوونځیو د زدکوونکیو والدینو کمیتې غړی ادعا کوي، چې افغان حکومت له ترکیې سره د ولسمشر د لومړي مرستیال د جلا وطنه کیدو په تړاو معامله کړې ده.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغان- ترک ښوونځیو مسوولیت په افغانستان کې د ترکیې پوهنې وزارت ته وسپارل شو، چې دې پرېکړې د زدکوونکیو د والدینو کمیتې نیوکې راپورته کړې.

د دې کمیتې غړي وایي، پر همدې دلیل د افغان- ترک ښوونځیو مدیریت له یوه بنسټ څخه ترکي دولت ته وسپارل شو.

د دې کمیتې غړي زیاتوي؛ دا یوه بده سیاسي معامله وه او د نظام د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.

د افغان- ترک ښوونځیو د زدکوونکیو د والدینو کمیتې غړی فضل احمد معنوي وایي: د ترکیې له حکومت سره د افغان حکومت معامله په تبعید کې د ولسمشر د لومړي مرستیال ساتنه ده.            

د افغان- ترک ښوونځیو د زدکوونکیو د والدینو کمیتې غړی عبدالشکور دادرس هم وایي: حکومت پرته له دې، چې له دې کمیتې سره مشوره وکړي ترکيې دولت ته یې د دې ښوونځیو مدیریت وسپاره.

دغه ادعاوې په داسې حال کې راپورته شوي، چې د ترکيې دولت ویلي: له دې وروسته به د دې ښوونځیو درسي چارې ښې شي او د فارغانو شهادت نامې به یې نړیوال اعتبار ولري. ترکیې دغه راز په ډاګه کړې، چې پر دې ښوونځیو شاوخوا دېرش میلیون دالر پانګونه کیږي او درسي چارې به یې هم تر پخوا په ځلونو ښې او د زدکوونکیو په فیسونو کې به هم کموالی راشي.

د یادونې وړ ده، چې حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کمیته خانواده های دانش آموزان مکتب های افغان ترک هم چنان ادعا دارند که حکومت بدون در جریان گذاشتن آنان مدیریت این مکتب ها را به معارف ترکیه واگذار کرده است. آنان تاکید می ورزند که اجازه نمی دهند این تصمیم عملی شود.

Trending

Exit mobile version