تازه خبرونه
القاعده اوس هم له طالبانو سره پراخې اړیکې لري- فتن براون
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي؛ سره له دې، چې طالبانو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ژمنه کړې، چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کړي؛ خو دوی اوس هم په افغانستان کې له طالبانو سره پراخې اړیکې لري او درنه ډله شمېرل کیږي.
د ملګرو ملتونو د اسلامي دولت، د القاعدې او طالبانو د نظارت ډلو همغږي کوونکي ادموند فتن براون له بي بي سي سره په خبرو کې، ویلي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک له لاسلیک شوي ټړون سره سره اوس هم د القاعده او طالبانو ترمنځ د منظمو اړیکو د رناوی کیږي.
نوموړي ویلي؛ طالبان په منظم ډول او په لوړه کچه له القاعده سره خبرې کوي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د دوی تاریخي اړیکو ته به درناوی وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د القاعدې او طالبانو ترمنځ اړیکې له امریکا سره د معاملې له کبله بدلې شوي.
هغه ویلي: القاعده په لویه کچه له طالبانو سره ګډې هڅې لري او ورسره د پوځي روزنې چارې تر سره کوي، چې دا کار یې ندی بدل شوی.
د بي بي سي په راپور کې راغلي، چې که څه هم په تېره لسیزه کې د القاعده ځواک او وړتیا په لویدیز کې کمه شوې؛ خو د دې ډلې مشر ایمن الظواهري اوس هم په افغانستان کې له یو شمېر نورو مشرانو سره د طالبانو تر ملاتړ لاندې میشت دی.
فتن براون څرګنده کړې، چې پر دغه راز مخینې سربېره القاعده اوس هم مقاومت کوي او خطرناک پاتې دي.
فتن براون بي بي سي ته په ډاګه کړې؛ په دې اړه یې وروستي راپورونه په ګوته کړي، چې په افغانستان کې له پاکستانیو جنګیالیو غوښتل شوي، چې له دوی سره ځان ثبت او پر کړنلاره یې عمل وکړي.
فتن براون دا خبرداری هم ورکړی؛ که څه هم د سولې بهیر په دوحه کې روان ساتل شوی؛ خو د ټوټه کیدو وېره یې شته شي. القاعده او داعش د نړیوال خطر د رامنځته کولو لپاره پراخه هیلې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو پخواني قومندان رحمت الله اندړ او اوس د افغان حکومت د ملي امنیت شورا ویاند له بي بي سي سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې د القاعده او نورو نړیوالو وسلوالو ډلو د بیا راپورته کیدلو ګواښ پر ځای دی. امریکایان فکر کوي، چې دوی له طالبانو سره لاسلیک کړي هرڅه به له سره تنظیم کړي؛ خو وخت به دا په ګوته کړي، چې داسې نده..
تازه خبرونه
افغانانو په یوه پېړۍ کې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې – اسلامي امارت
اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي. په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ د یو سلو اوومې کلیزې پر مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ افغان ولس ۱۰۷ کاله مخکې د بریټانوي امپراتورۍ پر وړاندې د جهادي مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپله بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.
اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي. په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.
اسلامي امارت دغه بریاوې د افغان ولس د« کلک ایماني هوډ او غیرت» پایله بللې او څرګندوي، چې افغانان پرې تر ننه ویاړي.
په اعلامیه کې له ځوانانو او راتلونکي نسل څخه غوښتل شوې، چې د خپلو اسلافو پر پلونو ګام کېدي او د هر ډول«تجاوز او اشغال» پر وړاندې پر ټینګه اراده ودرېږي.
اسلامي امارت همداراز ویلي؛ د زمري اتهویشتمه سږ کال په داسې وخت کې نمانځي، چې څلور ورځې مخکې یې د امریکايي اشغال پر وړاندې د زمري څلیریشتمه پېنځمه کلیزه هم نمانځلې ده.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې افغانان باید د دغو بریاوو په بدل کې د الله تعالی شکر ادا کړي، د اسلامي شریعت پابندي وکړي او هره بریا د الله تعالی احسان او نصرت وبولي.
افغانستان په ۱۹۱۹ز.کال کې د شاه امانالله خان د پېر پر مهال له انګریزانو څخه د هېواد خپلوامي بېرته تر لاسه کړې ده.
د زمري اتهویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځ ده او هر کال نمانځل کېږي. سږ کال له دې تاریخي پېښې ۱۰۷ کاله تېرېږي.
تازه خبرونه
د افغانستان په پولو کې بېثباتي د سیمې امنیت ګواښي – مصدقوف
مصدقوف له«ریانووستي» خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دا ټولنه د افغانستان بدلونونه له نږدې څاري او د دې هېواد وضعیت د سیمې د امنیت لپاره اړین دی.
د ډلهییزامنیت تړون ټولنې عمومي منشي طلعت بیک مصدقوف ويلي، د افغانستان په ځینو برخو کې بې ثباتي؛ د دې ټولنې غړیو هېوادونو ته نږدې سیمې او د منځنۍ آسیا امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
مصدقوف له«ریانووستي» خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دا ټولنه د افغانستان بدلونونه له نږدې څاري او د دې هېواد وضعیت د سیمې د امنیت لپاره اړین دی.
هغه ویلي:« افغانستان د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د مسوولیت له سیمو سره پوله لري، چې په کې بېثباتي د منځنۍ آسیا امنیت ته څرګند ګواښونه رامنځته کوي.»
مصدقوف افغانستان مهم ګاونډ بللی او څرګندوي، چې د ډلهییز امنیت تړون ټولنه غواړي افغانستان د یوه سولهییز او آباد هېواد په توګه پرمختګ وکړي.
هغه زیاته کړې، د کابل او د دې ټولنې د ډېرو غړیو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي؛ خو د اوسني وضعیت له مخې، له افغانستان سره د پولو کنټرول پیاوړتیا اړینه ده.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ویلي، دې ټولنې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د یوې ګډې طرحې پر پلي کولو بوخت دی.
نوموړي همداراز ویلي، تاجکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې له څو سرحدي پوستو لیدنه کړې او د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قومندان سره یې د تاجکستان او افغانستان د پولې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
له پاکستان سره د مخامخ کېدا په لټه کې نه یوو- د افغانستان سفیر
په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب ویلي، افغانستان له پاکستان سره د مخامخ کېدا په لټه کې نهدی او هڅه کوي، چې له پاکستان سره خپلې اړیکې د خبرو، متقابل درناوي او همکاریو پر بنسټ پراخې کړي.
سردار احمد شکیب دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په اسلامآباد کې د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدا د پېنځمې کلیزې پر مناسبت جوړو شویو مراسمو ته کړې دي.
هغه ویلي، له ګاونډ هېوادونو او پاکستان سره د افغانستان اړیکې باید پر متقابل درناوي، د یو بل په کورنیو چارو کې پر نهلاسوهنې او ګډو ګټو ولاړې وي.
احمد شکیب زیاته کړې:« مونږ باور لرو، چې د باور فضا د فشار یا زور له لارې نهرامنځته کېږي، بلکې یوازې د متقابل درک، پرلهپسې خبرو او رښتینې همکارۍ له لارې رامنځته کېږي.»
نوموړي ویلي، افغانستان به اجازه ورنهکړي، چې د هېواد له خاورې یې د نورو هېوادونو د امنیت او ثبات پر ضد کار واخیستل شي او هیله څرګنده کړي؛ د افغانستان امنیتي اندېښنې دې هم درک شي.
د افغانستان سفیر ویلي، په سیمه کې د تلپاتي امنیت ټینګښت متقابل باور، عملي همکارۍ، همغږۍ او د یو بل د مشروع اندېښنو درناوي ته اړتیا لري.
شکیب د افغانستان جغرافیاوي ارزښت ته هم نغوته کړې او څرګندوي، چې سولهییز او باثباته افغانستان کولی شي د سیمهییزې نښلونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د انرژۍ په برخه کې له همکاریو سره مرسته وکړي.
دغه راز د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن هم د دواړو هېوادونو پر متقابل ملاتړ ټینګار کړی دی.
فضلالرحمن په دغو مراسمو کې ویلي، ډاډه دی، چې پاکستان به د افغانستان ملاتړ کوي او افغانستان به هم د پاکستان ملاتړ وکړي.
هغه ویلي، افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له کبله کولی شي په سیمه کې د یوه پله رول ولوبوي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې د سیمې جیوپولیټیک اهمیت درک کړي.
#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #سرداراحمدشکیب #مولانافضلالرحمن #اسلامآباد #دافغانستاناوپاکستاناړیکې #سوله #امنیت #سیمهییزههمکاري
-
تازه خبرونه5 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي
-
نړۍ4 days agoپه انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایراني پیلوټان مو نهدي نیولي؛ د یوه هغه مړی موندل شوی دی- قطر
-
نړۍ4 days agoد امریکا په میشیګان ایالت کې مرګونې ډزې؛ پېنځه کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days agoجمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه درواز کې یوه ښځه د«مخربو او فرصتطلبو کسانو» پر ډزو وژل شوې
-
تازه خبرونه3 days agoد تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو ۷۲۴ موټر راولېږدېدل
