تازه خبرونه

القاعده او داعش د بیا جوړېدو هڅې کوي – جنرال کوریلا

Published

on

جنرال مایکل ای. کوریلا، چې ټاکل شوې ډېر ژر به په سنټکام کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ نوی قومندان شي؛ ویلي، چې القاعده او داعش د بیا جوړېدو هڅې کوي.

هغه د سنا د وسلوالو خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال ویلي؛ په منځني ختیځ کې د القاعده او داعش په ګډون له لس ډلو څخه نهه یې فعالې او دواړه ډلې اوس د بیا جوړېدو په حال کې دي.

هغه د سې شنبې پر ورځ د کانګرس وکیلانو ته وویل: په داسې حال کې، چې د واشنګټن جیو پولیټیکل تمرکز د هند – آرام سمندر سیمې او ختیځې اروپا ته اړول کیږي؛ امریکا باید منځنی ختیځ له لاسه ورنکړي.

جنرال کوریلا د سنا د وسلوالو خدماتو کمیټې ته څرګنده کړې؛ منځنی ختیځ او افغانستان زمونږ د ملي ګټو او په دې سیمو کې د امریکا بنسټیز متحدین له خطر سره مخ دي.

نوموړي ادعا کړې، چې اوس هم د امریکا د مرکزي قومندې لپاره یو حساس وخت دی او هغه سیمه، چې د دوی تر واک او څارنې لاندې نیول کیږي؛ امریکا ته له ګواښ ډکه او  خطرناکه سیمه ده، چې د ایران او ځینو نورو ډلو تر ګواښ لاندې راغلې ده.

Trending

Exit mobile version