نړۍ
الکساندر دارچیف په واشنګټن کې د روسیې د نوي سفیر په توګه وټاکل شو
د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ ویلي وه، چې واشنګټن په ترکیه کې د روسیې او امریکایي چارواکو ترمنځ په یوه غونډه کې د دارچوف د ګمارنې لپاره شین څراغ ښودلی و، چې اوس د بهرنیو چارو وزارت د شمالي امریکا د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوي.
رویټرز راپور ورکړی؛ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې پر ورځ یو تجربه لرونکی لوړ پوړی ډیپلومات الکساندر دارچوف په امریکا کې د سفیر په توګه وټاکه، چې له هغه هېواد سره نږدې اړیکې رامنځته کړي، چې اوکراین او د واشنګټن اروپایي متحدین یې حیران کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ ویلي وه، چې واشنګټن په ترکیه کې د روسیې او امریکایي چارواکو ترمنځ په یوه غونډه کې د دارچوف د ګمارنې لپاره شین څراغ ښودلی و، چې اوس د بهرنیو چارو وزارت د شمالي امریکا د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوي.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ په استانبول کې دا شپږ ساعته غونډه د دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د عادي کولو لپاره د اوبو ګرمولو وروستۍ نښه وه.
په دې راپور کې راغلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې په اړه خپلې پخوانۍ تګلارې بدلې کړې؛ له مسکو سره یې دوه اړخیزې خبرې اترې پیل کړې او تېره اوونۍ یې په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره له ناندرو وروسته کیف ته پوځي مرستې وځنډولې.
مسکو او واشنګټن له څه وخت راپدېخوا د سفارت د کارمندانو او ملکیتونو په اړه په یو لړ ډیپلوماټیکو شخړو کې ښکېل ول، چې د روسیې د څرګندونو له کبله یې اړیکې ترینګلې کړې وې.
روسیه له تېر اوکټوبر راپدېخوا، چې پخواني سفیر اناتولي انتونوف له دندې استعفا ورکړه؛ په واشنګټن کې سفیر نهدرلود.
د رویټرز د راپور له مخې؛ ۶۴ کلن دارچوف په واشنګټن کې دوه ځلې د اوږده وخت لپاره سفارتي خدمت کړی او له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په کاناډا کې د دې هېواد سفیر هم و.