نړۍ

الکساندر لوکاشینکو د اووم ځل لپاره د بېلاروس د ولسمشر په توګه بریالی شو

اروپايي ټولنې او امریکا اعلان وکړ، چې دا ټاکنې آزادې او عادلانه نه‌وې. دوی دا ټاکنې یوه “جعلي ننداره” یاده کړه.

Published

on

د بېلاروس د ټاکنو کمیسیون ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د ۸۱ سلنې رایو پر ترلاسه کولو د هېواد د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، چې ورسره یې د ۳۱ کلنې واکمنۍ وخت وغځول شو.

ولادیمیر پوتین لوکاشینکو ته د بریا مبارکي ورکړه، خو منتقدینو دا ټاکنې غیر قانوني یادې کړې دي.

د بېلاروس د مرکزي ټاکنو کمیسیون مشر ایګور کارپینکو د دوشنبې پر سهار (د سلواغې اتمه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې الکساندر لوکاشینکو د ۸۶ اعشاریه ۸ سلنې رایو پر ګټلو د هېواد د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شو.

په ټاکنو کې څلور مخالفو نوماندانو هم سیالي وکړه؛ خو ټول د لوکاشینکو ملاتړي وه او د هغه د حکومت ملاتړ یې کړی دی.

د ولسمشر ډېر مخالفان یا په زندان کې دي او یا هم د بیان د آزادۍ او لاریونونو د ځپلو له کبله له هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

د اپوزیسیون جلاوطنې مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا خبریالانو ته ویلي، چې لوکاشینکو له ټاکنو سره “د ډیکټاتورانو لپاره مراسم” جوړ کړي دي.

تیخانوفسکایا د ۲۰۲۰ کال له جنجالي ټاکنو وروسته د پایلو له منلو ډډه وکړه او له بېلاروس څخه وتلو ته اړ شوه.

د یکشنبې پر ورځ د بېلاروس د ټاکنو د پایلو له اعلان سره سم په وارسا او د ختیځې اروپا په نورو ښارونو کې د لوکاشینکو پر ضد لاریونونه پیل شول.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته الکساندر لوکاشینکو ته د “بیا ټاکنو بریا” مبارکي ورکړه.

اروپايي ټولنې او امریکا اعلان وکړ، چې دا ټاکنې آزادې او عادلانه نه‌وې. دوی دا ټاکنې یوه “جعلي ننداره” یاده کړه.

اروپايي سیاستوالو اعلان وکړ، چې په بېلاروس کې ټاکنې نه آزادې وې او نه هم عادلانه؛ ځکه، چې په هېواد کې خپلواکې رسنۍ منع شوې وې او ټول مهم مخالف شخصیتونه یا زندان ته واستول شول یا له هېواده تېښتې ته اړ شول.

د پولنډ بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي په طنزیه بڼه حیرانتیا څرګنده کړه، چې “یوازې” ۸۷ اعشاریه ۶ سلنه رای ورکوونکو د لوکاشینکو ملاتړ وکړ.

هغه په ​​ایکس کې ولیکل “آیا پاتې نور به په زندانونو کې ځای شي؟”.

د پایلو له اعلان وروسته لوکاشینکو په یوه څلور ساعته مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ او لاریونونه او نیوکې یې بې ارزښته وبللې او څرګندوي، چې دا بې ارزښته ده، چې لویدیځ ټاکنې پر رسمیت پېژني یا نه.

Trending

Exit mobile version