تازه خبرونه

اسلامي امارت د افغانستان په اړه د امریکا د سفر خبرداری ناسم بولي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي؛ هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو وګړي، سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفرونه کوي او اسلامي امارت د امریکا پر ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې لري.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت له‌خوا افغانستان ته د سفر د خبرداري د څلورمې کچې په نوملړ کې شاملول بې‌بنسټه بولي او څرګندوي، چې په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته کوم ګواښ متوجه نه‌دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي؛ هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو وګړي، سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفرونه کوي او اسلامي امارت د امریکا پر ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د بهرنیو وګړو او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو لرونکو کسانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

مجاهد ویلي، د افغانستان د وضعیت په اړه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنې لاملونه وڅېړل شي؛ خو د اسلامي امارت له نظره په افغانستان کې هیڅوک له ګواښ سره  مخ نه‌دي.

دا غبرګون له هغې وروسته راڅرګندېږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان د ۲۲ نورو هېوادونو ترڅنګ د سفر د خبرداري په څلورمه کچه کې شامل کړ او له خپلو وګړو یې غوښتي، چې دغو هېوادونو ته سفر ونه‌کړي.

Trending

Exit mobile version