1393ټاكنې

امرخیل: کله مو چې ټاکنیز توكي يوه محل ته لېږدول د پوليسو له خوا زموږ مخه ونيول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كابل پوليسو د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس ضیاء الحق امرخیل په رسمي توګه په درغليو تورن كړ.

د كابل امنيه قومندان وايي، ښاغلي امرخېل دوه موټره، چې ټاكنيز مواد په كې بار وو، په ناقانونه توګه يوه ناڅرګند ځاى ته لېږدول، خو ښاغلى امرخېل ټينګار كوي، چې دا توكي يي يوه ټاكنيز مركز ته لېږدول، چې د پوليسو له خوا يي مخه ونيول شوه.

د كابل پوليس وايي، د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رئيس دا دوه موټره ټاكنيز مواد پرته له دې، چې پوليس خبر كړي، نامعلوم ځاى ته لېږدول څو يي د يوه ځانګړي كانديد په ګټه وكاروي. د كابل امنيه قومندان جنرال محمد ظاهر ظاهر وايي، پوليسو د ښاغلي امرخېل د دې كار مخه ونيوله.

نوموړی همدارنګه وايي، په دې مسئلې يي ولسمشر خبر كړى او ده امر كړى، چې دا توكي د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس ته وسپارل شي، او په دې اړه څېړنې پېل شوې دي.

خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رئيس ضیاء الحق امرخیل وايي، دا توكي يي سروبي ولسوالۍ ته يوه ټاكنيز محل ته لېږدول، چې د پوليسو له خوا يي مخه ونيول شوه.

دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس وايي، په ټاكنو كې د درغليو زغم نه لري، او د تائيد په صورت كې به د درغليو عاملين عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.

Trending

Exit mobile version